کور / ترخې خبري / د بي بي شيريني او بي بي صالحې قاتلان څوک دي؟

د بي بي شيريني او بي بي صالحې قاتلان څوک دي؟

رنگارنگ جفاوي جوړ ساز و صحبت دئ
چي مي ږغ په ژړا خيژي و رباب ته حاجت نسته
قتلوې مي په بل چا نگاره ولي؟
د ميږي د مرگ دپاره و اسباب ته حاجت نسته
 (شهيد عبدالغفار بريالی)



شپيگل اُنلاين  ۷ / اپريل/۲۰۱۰


د سږ کال د فبرورۍ د مياشتي  پر دوولسمه د جنوبي افغانستان په يوه کلي کي چي خطابه نوميږي، امريکايي او افغاني عسکرو پر يوه کور يرغل وکړ اوهلته يې دوې اميدواره ميرمني چي يوه د لسو او بله هم د شپږو اولادونو مور وه ، يوه کمکۍ پيغله ، د پوليسو يو لوړ رتبه افسر او د هغه ورور په شهادت ورسول. د هغه معلوماتوله رويه چي تر دې مهاله تر لاسه سويدئ، امريکايي ټوپکيانو دا کوښښ هم کړيدئ چي د قتل نښي له مينځه يوسي. 
« لندن ټايمز  » خبر ورکوي چي وروسته افغاني مقاماتو موضوع په سيمه کي پلټلې ده او داسي شواهد يې تر لاسه کړيدي چي د شهيدانو د جسدونو څخه  مرمي ايستل سوي او ويني يې په الکهولو پريولل سويدي.
دغه مو ضوع ځکه وروسته  په رسنيو کي ډير نعکاس پيدا کړ او په تفصيل سره خپره سوه ، چي ناټو  ددې پيښي مسؤليت وروسته پر غاړه واخيست ،.په داسي حال کي چي تر اوسه يې ادعا کوله چي دا ميرمني دوي نه دي وژلي، بلکي د يوې کورنۍ شخړي له امله  د دوي تر حملې دمخه لا وژل سوي وې.په دې هکله د ناټو وياند ډگروال  Todd Breasseale ويلي دي  چي:« زموږ وروستۍپلټني ښيي چي دغه ميرمني زموږ د پخواني معلوماتو برخلاف د متحدينو د عسکرو په فيرونو اشتباهاً وژل سويدي»، مگر ده دا خبره يې په کلکه رد کړېده چي د قتل نښي په لوي لاس له مينځه وړل سويدي.
د متحده ايالاتو او ناټو د ځواکونو د سراعلی قوماندان Staneley McChristel مرکزي قرارگاه اصلاً پر دې اسرار کاوه چي عسکري ډلگۍ يې ددې ښځو د جسدونو سره په داسي حال کي مخامخ سوي وې چي دښځو لاسونه ،پښې او زني تړل سوي او پخوا لا وژل سوي وې.
د دې کورنۍ مشرحاجي شراف الدين و «ټامز» ته ويلي دي چي مسلحو ځواکونو د ده د دوستانو د جسدونو څخه مرمۍ په چاقو ايستلې. دکور دهليز يې بيرته رنگ سوی او حد اقل په  ديوالونو کي د فيرونو دوه سوري بيرته پټ سوي.
د دې پيښي په ورځ د سهار د څلورو بجو څخه تر يوولسو بجو پوري د پيښي ځای د امريکايي ځواکونو له خوا کلابند سوئ وو.تر ۱۱ بجو وروسته يې د گرديز  دولتي پلټونکو ته اجازه ورکړه چي دماجرا پايلي مشاهده کړي
د موضوع په هکله افغاني کميسيون  د پيښي په ځاي کي تر واقعې وروسته ددې کور په وينو لړل سوي ديوالونو او د شهيدانوپر جسدونو باندي د مرميو د نښو عکسونه او ويډيويي فلمونه اخيستي دي او په دې وسيله يې ثابته کړېده چي پر دې خلگو باندي د نږدې فاصلې څخه فيرونه سويدي او مرمي يې وروسته د جسدونو څخه ايستل سويدي. د عيني شاهدانو خبري هم دغه تائيدوي. البته پر ديوالونو باندي د وينو نخښي  تر ډيره حده مينځل سوي او له مينځه وړل سويدي.
د امريکايي ټوپکيانو تر دې چپاو وروسته د ناټوله خوا د حقوقي څيړنود پيلېدلو خبر ورکړل سو ، خو د ناټو سمندرسالار(ادميرال) Greg Smith دمخه لا هر ډول تورونه رد کړي وه.بايد وويل سي چي شهيدان په هغه اوله ورځ د اسلامي مراسمو سره سم خاورو ته سپارل سوي وه.
د کورنيو چارو د وزارت له خوا د جنايي چارو خپل ډير تکړه کارپوهان د پيښي د څيړلو دپاره دې کلي  ته ور ليږلي  دي او پر دې سربيره د يوه کاناډايي جنرال له خوا هم ځانگړي نظامي پلټني تر سره سوي دي.
د «لندن ټايمز» د څيړنو له مخي  د دې لوړ رتبه پوليس افسر ورور څارنوال ظاهر د امريکايانو د لومړۍ مرمۍ تر فيرولو لا دمخه ږغ پر کړی وو چي موږ بيگناه يو، پام کوی چي ناحقه فير راباندي ونکړی. خو دی او هغه ميرمن چي دده تر شا ولاړه وه او د بيري ريږديدله، ځاي پر ځاي وويشتل سول. ددې ډزو سره سم هغه پوليس افسر و خپل AK47 وسلې ته لاس کړ چي دخپل ورورغچ واخلي، خو د کور ښځو تر کاليو و نيوئ او د کور غولي ته يې کش کړ. امريکايي عسکر ورپسي ورغلل،اوربل يې پر وکړ او څلور سره يوځاي ووژل. دغه مطلب برتانوۍ ورځپاڼي دعيني شاهدانو له قوله نشر کړيدئ، خو د کميسيون غړو تر اوسه لا په دې تفصيل سره څه ندي ويلي.
د پيښي په شپه په دې کور کي د يوه کوچني د زيږېدو په مناسبت  ښادي سوې وه چي ۲۵ تنه ميلمانه او درې سندرغاړي راغلي وه. يوه افغان چارواکي ويل چي دا به تر اوسه د نړۍ په هيڅ کلتور کي نه وي پېښه سوې، چي سړی وښادۍ ته خلگ را وغواړي اوپه خپل کور کي رابلل سوي ميلمنې ښځي قتل کړي. امريکايانو ويلي وه چي دا ښځي ددوي ترحملې ۱۴ ساعته دمخه لا وژل سوي وې.
د ناټو وياند جنرال Eric Tremblay د دې عملياتو پر ناوړه عواقبو  خپله ژوره خواشيني ښوولې ده او د پيښي په ورځ يې دمتحدينو د عسکرو په لاس د قتل عام مسؤليت منلی دئ. ده ويلي دي چي: « نظامي ډلگيو دپخو اومؤثقو معلوماتوله مخي د يوه ياغي طالب د نيولو په خاطر و دې ځاي ته ورغلي وه او داسي فکر يې کاوه چي گواکي دا دوه نارينه  به د دوي و امنيت ته جدي خطر وي، خو وروسته موږ ته څرگنده سوه چي دې نارينه وو يوازي د کور د ښځو ساتنه او دفاع کړيده» .
د دې پيښي د تحقيق نتېجې به د د کورنيو چارو د وزارت له خوا و لوی څارنوالۍ ته وليږل سي. بيا نو وکتل سي چي هلته به موجوده اسناد ددې وړ وگڼل سي چي د دعوی اقامه پر وسي اوکه نه. 


والسلام