کور / تازه خبرونه / کنړ : تر هغو به عمليات روان وي چي سيمه د طالبانو څخه پاکېږي

کنړ : تر هغو به عمليات روان وي چي سيمه د طالبانو څخه پاکېږي

د کنړ ولايت چارواکي وايي چي تر هغو به په دې سيمه کي عمليات دوام مومي تر څو چي سيمه د طالبانو څخه خالي سي ، نوموړي عمليات د مروري ولسوالۍ په چنار بېتاو او دړي دام په سيمو کي رواني دي ، په يادو عملياتو کي د افغان او ايساف ځواکونو تر څنګ ١٠ چورلکي هم شاملي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې عملياتو کي ايساف د ٣٠ طالبانو د وژلو ادعا کوي خو طالب وياند خپل لوري ته وراوښتى زيان نه مني او زياتوي چي په يادو عملياتو کي يې تر ٤٠ زياتو بهرنيو او افغان ځواکونه وژلي . خو ايساف يوازي د خپلو دوو ٢ تنو د وژل کېدل تائيدوي.