کور / تازه خبرونه / کندهار : په يوه چاودنه کي ٢ تنو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار : په يوه چاودنه کي ٢ تنو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار ښار د امنيت آمر سمونوال فضل احمد شېرزاد وايي چي تېره ورځ مازديګر په يوه ډبه کي د ځاى پر ځاى سوو چاودېدونکو ته په واسطه يوه چاودنه رامنځ ته سوې ده چي مالي او زياني زيان يې نه دئ اړولى ، خو دميروېس روغتون يو تن ډاکټر د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چي دوى ته د يوه تن پوليس مړى او يو تن ژوبل سوى پوليس ور وړل سوى دئ.
د يادوني وړ ده چي تر اوسه په دې اړه کومي ډلي څه نه دي ويلي.