کور / تازه خبرونه / کندهار : په بېلابيلو چاودنو کي اووه ملکي کسان ټپيان سول

کندهار : په بېلابيلو چاودنو کي اووه ملکي کسان ټپيان سول

د کندهار او سپين بولدک پر لويه لاره په دوو بېلابيلو چاودنو کي ٧ ملکي کسان ژوبل سول ، د کندهار ښار د مطبوعاتي دفتر رئېس زلمي ايوبي د پيښي په اړه وويل چي لومړۍ چاودنه پر يوه ټونس موټر او بله چاودنه پر يوه تراکتور وسوه چي اووه ملکي کسان پکښي ژوبل سول چي د درملني په موخه د سپين بولدک سميز روغتون ته وړل سوي دي. د روغتون يوه ډاکټر وويل چي روغتون ته ور وړل سوي کسان ټول نارينه دي او د دوو حالت د اندېښنې وړ دئ.