کور / ترخې خبري / اختلاف٠٠٠٠٠٠

اختلاف٠٠٠٠٠٠

” څوک چې په ميډيا ډير او بيا بيا ښکاره کيږی هغه په غټو ليکوالو کې حسابيږی”


کله چې د پوهانو تر مينځه په څه علمی خبره اختلاف راشی نو دا د عامو خلکو يا ليکوالو د پاره ګټور وي ځکه چې پوهان د خپلې خبرې د پاره بلا دلايل لری او هغه اختلافي بحثونه چې د ذات د سيوری نه لرې وی نو تودوخه ي د واورې نه هم سړه لګی او نوې نوې لارې پرانيزی لکه د نړۍ پرمخ تللی قامونه په رواياتو کې دا خبره لری چې په يوه موضوع دوه ډلې بحث کوي يوه ډله د ټاکلې موضوع په حق کې وی او بله ي خلاف وی ددې عمل سره د اوريدونکو په علم کې زياتوالی راځي  او د خپلو ډيرو مسايلو حل ورته مخې ته راځی خو د پښتنو بد بختی داده چې اول خو نوی نسل خپل پوهان نه پيژنی او په دې ګناه زه د ټولو نه مخکې ليکوال نيسم ځکه چې دلته څوک يو څو نظمونه يا غزلې وليکی او عمر ي لګ زيات وي نو بيا ورته د بابا لقب ورکړل شی٠


څوک چې په ميډيا ډير او بيا بيا ښکاره کيږی هغه په غټو ليکوالو کې حسابيږی ٠ بله خبره داده چې کوم ليکوال ته اولس يا حکومت د خدمت موقع ورکړی نو هغه بيا تر لمسو او کړوسو پورې په هغه چوکۍ پورې ګنګوچی شوی وی او دغه شان د قام نوی ټيلنټ ( استعداد )ضايع کيږي.


 دغه ليکوال په دې خبره ښه پوهيږی خو د ذات د خول نه بهر نه راوزی لکه نن سبا چې د پښتو د املا سره کومې لوبې کيږی څوک واي س ليکۍ او څوک واي ش ليکۍ او بحثونه پرې هم په داسې اندازونو کې کيږی چې پوهه سړی په دې خبره کولو مجبور کړی چې پښتانه دومره ناقابله او بې حسه دی چې په زرګونو کاله پس ي هم د خپلې خوږې مورنۍ ژبې املا قدرې سمه نه کړه چې ټول لوستلي پښتانه پرې يو شان پوهيږی.


 لکه زه به د ځان مثال درکړم زه ده پښتونخواه د دير اوسيدونکی يم څه نه څه ليکل هم کوم د پښتو ورځپاڼې هم ډيرې ګورم مور او پلار مې هم پښتانه دی او د پښتنو په يو لوي کلی تالاش کې اوسيږم خو زه چې کله د دډيورنډ کرښي ها خوا پښتنو وتلو شاعرانو کتاب راواخلم نو چې يوه يوه مصرعه مې لس لس ځله نه وي لوستلي نو نه رسيږم پرې٠


 زما د پاره دا شعرونه د سکتو او جغنډونو نه ډک وی٠ اوس خبره داده چې مونږ نوی او د تقليد قابل روايات هم نه شو تخليقولای  او خپل زاړه عظيم روايات هم نه خپلوو٠ نو ته د قندهار خلکو ته خپله شاعری وايه او عندليب به د دير خلکو ته خپله شاعری واي٠ زما د ليک نه به بر پښتون څه ګټه پورته نه کړی او ستا د ليکلو نه به لر پښتون څه استفاده ونه کړی اې زما د قام ليکوالانو پوهانو شاعرانو او صحافيانو په مونږ کې څوک داسې سړی يا سړي نشته چې ددې لانجې حل رااوباسی چې مونږ ټول ورسره متفق شو او مونږ لکه د نورو قامونو په دې خبره قايل کړی چې ليکلې کيدونکې ژبه راته سوچه او يوه کړی او ټول پښتانه د يو بل په ليکلو په اسانۍ سره پوهيږو.


 زما په خيال که په دې خبره کې مونږه شخصيت پرستی پريښوده او د خپلو ذاتونو د خولونو نه رااوتلو نو مونږ به د راتلونکو نسلونو قرضداری پاتې نه شو او که داسې نه وي نه وی نو ته دغسې خپله نغاره غربوه او زه به خپله نغاره غربوم هيڅ به ترې جوړ نه کړو زه دا منم چې بنده د مور نه کومه ياده کړی هغې ته مورنۍ ژبه وايي خو دا هم منم چې د سوچه پښتون درې مياندې وی يعنې مور ژبه او خاوره .