کور / شعر / غزل

غزل

راسئ دا لوټي لوټي وران وطن سمسور کړو ټوله
دغه زخمي سوى بدن بې ورټکور کړو ټوله؛

دا خپل پاشلي کړېدلي افغانان راټول کړو
په ښه عزت او خوشحالي يې پر خپل کور کړو ټوله

دغه ويرجنه د تاريخ پاڼه به واړوو موږ
د ورورولۍ نوى مضمون به پکښې خپور کړو ټوله

چې د ملت په منځ کې پروت څوک د مکروب په شان وي
دا بايد ورک په نصيحت او يا په زور کړو ټوله

راسئ خپره کړو ټول وطن کې ښه فضا د امن
چې امنيت خرابوي دا به نسکور کړوټوله

شو به قايل په احترام ټول د يو بل کبيره!
مړ په منځ کې د نفاق بل سوى اور کړو ټوله