کور / شعر / پېلوزو بيا د کلي د چنار لمن نيولې

پېلوزو بيا د کلي د چنار لمن نيولې

يو هوډ د انتقام مي تل د وار لمن نيولې
لښکر د غليم بيا زمونږ د ښار لمن نيولې

قرار مي د ژوندون په برخه نشته زه پوهېږم
يوې څړيکې مي په زړه کې د پرهار لمن نيولې

انصاف د انځر ګل شو زمونږ په مېنه لويه خدايه !
قاضي مو په قضا کې تل د دار لمن نيولې

وهي مي سر په تېغ باندې چې ګټه ترې پيدا کړي
يو څو وګړو دلته د کوکنــــــــــار لمن نيولې

راتوى کړه مونږ ته هسکه ليږ د مينې بارانونه
پېلوزو بيا د کلي د چنار لمن نيولې

په مينه چې په تار د تخيل ښه توري پيايي
له نازه د بشير غزل د هار لمن نيولې