کور / تازه خبرونه / ولسمشر د کابل ځانوژونکې حمله وغندله

ولسمشر د کابل ځانوژونکې حمله وغندله

افغان ولسمشر حامد کرزي د کابل ځانوژونکې حمله وغندله ، د ولسمشر د دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ولسمشر کرزي د تيري ورځي ځانوژونکې حمله چي د څلورم ميکرويانو په سيمه کي ترسره او پکښي دوو تنو د وژلو تر څنګ شپږ نور ژوبل سول غندلې او دا يې د افغانستان د دښمنانو کار بللى . همدا ډول په خبرپاڼه کي راغلي چي ولسمشر امنيتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چي امنيتي تدابير ټينګ او د دا ډول پيښو مخه ونيسي او د پيښي طرحه کوونکي ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري .