کور / تازه خبرونه / پروان :د سالنګ سيند درې تنه مېليان وژلي

پروان :د سالنګ سيند درې تنه مېليان وژلي

د پروان د سالنګ سيند درې تنه مېليان ووژل ، تېره ورځ د سالنګ و سيند ته د راغلو مېليانو څخه درې تنه چي دوې يې انجوني او يو تن هلک د اوبو د تيزو څپو له امله خپل ژوند د لاسه ورکړ ، د پروان د جبل السراج ولسوالۍ ولسوال آغا شېرين ياده پېښه تائيدوي او وايي چي نوموړي کسان د کابل څخه و دې سيمي ته د مېلې په موخه راغلي ول چي لومړى يو هلک چي په سيند کي يې لامبو وهل اوبو يووړ چي ورسته پنځه نور کسان د يادي کورنۍ څخه د نوموړي کس د خلاصون په موخه اوبو ته ور ولوېدل چي نوموړي کسان هم اوبو تر درې سوه مترو پوري يووړل او بيا د سيمي د خلکو په مرسته د اوبو څخه راوکښل سول چي په راکښل سوو کسانو کي دوو تنو انجونو چي د نوموړي کس خوندي وې هم خپل ژوند دلاسه ورکړ .