کور / سياسي / دلرغوني افغانستان تجزیه او دعصري اټومي وسلو تبا کوونکې جګړه

دلرغوني افغانستان تجزیه او دعصري اټومي وسلو تبا کوونکې جګړه

د افغانستان د تجزیی اوازی په حقیقت کی د ناټو د ستری ماتی د اعتراف موضوع ده او کله چه پخوانی سوپر پاور د شوروی سوسیالستی اتحاد جمهوریتونو د خپلی ماتی څخه د نړی والو د غولولو لپاره د خټی پزه ځانته جوړوله نو یی لومړی د جنوب څخه د وتلو پلان جوړ کړ او ور پسی یی د اشغال شوی او وران وطن د ویشلو طرحه وکړه چه خوشبختانه د وخت ضرورت وه چه د تاریخ پیاوړی رهبر یی را مخته کړ او دملی روغی جوړی د سیاست په اعلامولو سره یی ددی توان پیداکړ چه هم د خپل وطن څخه مستقلانه دفاع وکړی او اشغالګر قوت ته د وتلو لیاره جوړه کړه چه ورسره د ستر شوروی او د هغه ګوډاګی اجنت چه د ازاد افغانستان د اشغال وسیله وه اود تجزیی لپاره هم یوازنی عامل وه د خپلو ناولو او کرغیړنو ارمانونو سره د تاریخ ناولی کندی ته وغورڅول.

د ګران افغانستان د ویرانی لپاره یوازنی استعمارګر قوت چه د خپلی ناولی ماتی له غچ اخستلو څخه به هیڅکله لاس وانه خلی هم هغه د افغان وطن زوړ او ناولی دښمن انګریز دی چه لا ترواسه یی ماغزه په کرار نه دی اود خپلی زړه دردونکی ماتی د غچ اخستلو سلسله دوام لری او تر څو چه په دی نړی کی انګریز او د هغه ګوډاګی مصنوعی پاکستان موجود وی تر هغو به زموږ د مظلوم ولس په وینو د وطن د ننګ او ناموس د دښمنانو لاسونه سره وی.

د نړی ښکیلاک ګر قوتونه همیشه د خپلو ناولو ارمانونو د ترلاسه کولو لپاره اول زمینه او موقع په داسی ډول برابروی چه هرڅه باید طبعیی معلوم شی او څوک داسی فکر ونه کړی چه دا له کومی بلی خوا د سلونو کالونو جوړ شوی پلان دی.

 د انګریز له و تلو وروسته هغوی ډیر ژر د امانی رژیم د له منځه وړلو پلان جوړ او هغه یی په ډیر نارمل شکل سره د یوه بیسواده غله په وجود داسی په طبعی ډول عملی کړ لکه چه یوه د نجات فرشته د افغان ولس کورته رامقرره شوی وی او دین او وطن ته یی د نجات وسیله شوی.

 کله چه سردار محمد داود خان د وطن د ابادی لپاره ملا وتړله نو په ډیر کم وخت کی یی د اسلامی بنیادګرو په وسیله چه په پنجاب کی یی لا له پخوا څخه ځاله کړیوه تر فشار لاندی راوست تر څو یی هغه مجبوره کړ چه له خپلی ملی او مترقی تګ لاری څخه لاس واخلی او له توری ارتجاع له استازو سره په یو ځای کیدویی سردار ته د قبر لاره برابره کړه ترڅو هغه یی د شوروی طرفدارو ګوندونو په وسیله له منځه یووړ او له هغی ورځی وروسته تر نن پوری زموږ ګران وطن د جګړی ستر ډګر دی او هر سوپر پاور په دی بی سر پوښه وطن کی ازادی لوبی کوی.

د شوروی سوپر پاور هم په نظر کی لرل چه له خپلو وتلو سره سم افغانستان تجزیه کړی لیکن د پیاوړی رهبر د موجودیت په وجه دی شوم او ناولی ارمان ته ونه رسیدل او دا ناولی ارمان اوس غواړی چه د پرونی شمال اءتلاف د پاته شونو په وجود کی د ناټو د اشغالی پوځ په وجود عملی کړی ، بیله دی چه ناوړه عواقبو او پایلی یی په دقیق او منطقی ډول تحلیل او ارزیابی کړی.

کله چه د شوروی سوپر پاور د ګرباچوف تر مشری لاندی غوشته چه په بین المللی عرصه کی له لاسه وتلی اعتبار تر لاسه کړی نو مجبوره شوه چه د غرب په مقابل کی یو څه له معامله ګری څخه کار واخلی چه پدی معامله کی یی د غربی نړی د سیاست بازانو له خوا فریب وخوړ او د جرمنی په معامله سره یی نه تنها ټول د وارسا تړون له لاسه ووت بلکه خپل ستر شوروی سوسیالستی جمهوریتونه یی هم له لاسه ووتل ، او له خپله لاسه خوړلی زهر د مرګ وسیله کیږی نه د بین المللی سیاست کی د اعتبار.

نن ورځ ناټو هم له عین مرض سره مخامخ ده او د روسانو او هندوستانیانو د خوشحالی لپاره غواړی چه افغانستان تجزیه کړی بیله دی چه د هغه ناوړه پایلی په علمی او عملی ډول سره تحلیل او ارزیابی کړی.

دا مطلب ټولی نړی ته د لمر په شان واضح ده چه امریکا له طالب او القاعده سره د مقابلی لپاره د ملل متحد د ګوډاګی سازمان د ګیدړی قباله تر لاسه کړه او دا خاوره یی د نجات تر پاک نامه لاندی اشغال کړه . اوس چه نه د طالب ځالی ، او نه هم د القاعده ځالی په افغانستان کی موجودیت نلری نو بیا څنګه په کوم دلیل ناټو پدی بی سرپوشه خاوره کی تر ابده لګیاه ده او خپلی نوی او درنی وسلی ازمایش کوی؟

دا بیا هم ټولی نړی ته د لمر په شان شکاره ده چه د طالب او القاعده مرکزونه، پټ ځایونه ،د تربیی کمپونه او د هغوی اکمالات او په سالم او خوندی ډول تر افغانستانه رارسول د پنجابی اردو او په خاص ډول د آی – ایس – آی په لاس کی دی ، نو بیاولی دا لعنتی بین المللی جامعه او یا دا ګوډاګی د ملل متحد سازمان او یا دا وطن فروشه تجارتی جهادی رهبران دا د ډیورند هغی خواته شکرور دشمن نه وینی او یا هم د هغه پر ضد باندی په ملی او جهانی سویه نه تبلیغ او نه هم د مقدس جهاد غږ پورته کوی؟

ولی ناټو د خپلی پخوانی وعدی سره سم چه د تروریزم پر ضد جګړه د دنیا په هرګوټ کی خپله دنده بلله په دقیق ډول نه تر سره کوی او ولی دا ورانونکی عملیات د طالب او القاعده پرضد پر پاکستان کی نه کوی؟

ایا طالب او القاعده یوازی په افغانستان کی خطر وه او باید د طالب او تروریست په نوم دا خاوره باید له منځه ولاړه سی او که خپله علت چه هغه طالب او القاعده ده ، چه په رڼا ورځ په ټول پاکستان کی د ناټو پر اکمالاتی قطارونو حملی کوی او ناټو هم د ځان د نجات لپاره همدی طالب او القاعده ته رشوت ورکوی چه له دوی سره جګړه ونه کړی،نو ستاسی هدف له راتګ څخه څه وه د ځان ساتنه هغه هم د تروریست په کور کی ، او که له تروریست سره مقابله هدف وی نو ایا د رشوت ورکول مقابله ده او که ستره بی غیرتی هغه داچه طالب او القاعده په پاکستان کی مطمین ژوند تیروی او عملیات په افغانستان کی تر سره کیږی نو ولی له طالب او القاعده سره د لیاری په اوږدوی جګړه نه کوی؟ ایا دا لیونتوب دی او که صاف او ساده افغان وژنه اود افغانستان له منځه وړل؟

ایا ټول جهان پدی نه پو هیږی چه نن پاکستان د جهانی تروریزم مرکز دی او د طالب له رهبرانو نیولی د القاعده تر رهبرانو ټول هلته خوندی ارام او د عزت ژوند لری ، لیکن دا طالب او القاعده چه په پاکستان کی اوسی ایا هغوی د نړی لپاره هیڅ خطر ندی او که څنګه؟

په کوم دلیل د افغانستان طالب د جها ن لپاره خطر دی او پاکستانی طالب او القاعده بیا دوست دی او باید د هغوی سره د مقابلی په عوض د خطر څخه دخلاصون لپاره رشوت ورکړ شی تر څو د ناټو اکمالاتی قطارونه د افغانی طالب سره د مقابلی لپاره سلامت را ورسیږی؟

راځی د یوی لحظی لپاره به افغانستان تجزیه کړو تر څو د ناټو نوی دوست او پخوانی دشمن یعنی د پرون شوروی اتحاد او نوی یار او نړی د ستری دموکراسی هیواد هندوستان خوشحاله شی. احتمال عواقب او پایلی به یی څه وی:

– ناټو او په خاص ډول به د ملل متحد لعنتی سازمان داسی بد نام شی چه نور به څوک ورته په هیڅ وجه په درنه سترګه ونه ګوری ځکه چه دا دوهم ځل دی چه ددی ناولی سازمان په وجود کی زما په جنګ څپلی هیواد کی د سولی پلان د شمال د وطن فروشه اءتلاف په وجود کی له منځه ځی.

– د ناټو د غارتګر سازمان ترمنځ د اختلاف او کړ کیچ را منځته کیدل او د پخوانی وارسا په شان ددی سازمان له منځه تلل.

– د چپاولګر ناټو سازمان په نابودی سره دبه امریکایی نابلده معمار تر سلطی لاندی ۵۲ ایالتونه هم په ۵۲ هیوادونه و ویشل شی.

– د پاکستان د آی  ایس  آی تر قوماندی لاندی به د ټول جهان د تروریستانو، طالبانو او القاعده منظیم شی او د مقدس جهاد لپاره به د کشمیر پخوا مستانه مارش کیدل پیل شی.

– پخوا یوازی حکمتیار له ضیاالحق سره د یوه کنفدراسیون شوق در لود اوس به د ملا عمر اخوند او نورو اخوندانو او پروفیسرانو ارمان هم د ناټو پدی احمقانه سیاست کی تر سره شی او نتیجه به د کشمیر د ګټلو پر سر له اټومی جګړی وروسته جهانیانو ته څرګنده شی.

– د چین جمهوریت به په سوپر پاور باندی بدل شی او د منطقی او جهان په نورو ساحو کی به هم نوی هیوادونه تشکیل شی او اوسنی ګوډاګی هیوادونه به یا د اټومی جګړی قربانی شی او یا د ناټو د خیرات هغه هم د خلیفه له جیبه.

ټول جهان ددی شاهد دی چه کله په افغانستان کی د پنجاب ګوډاګی رژیم موجود وه نو پاکستان په ټول توان او طاقت سره د کشمیر د ازادی لپاره داسی تیاری نیولی وه چه باید جګړه شروع شی ځکه چه هم پاکستان او هم هند تر سرحدونو پوری د جګړی لپاره اکمالات وکړل، لیکن په اینده کی چه د نړی اوسنی سوير پاور د پخوانی شوروی اتحاد په شان له دنیا سترګی پټی کړی نوبه څوک ددی توان ولری چه پاکستان دهغه امر ته غاړه کیږدی اویا دا موکه او چانس له لاسه ورکړی چه د جهاد په نامه دی له هند سره لاس او پنجه نرمه نکړی هغه هم په داسی حال کی چه د نړی ټول تروریستی قوتونه به د مقدس جهاد په نامه تر سر او مال تیر وی ، او هم د آی – ایس – آی حاکمان چه له کلونو کلونو راهیسی د خپل اسلامی اټومی ګدامونو د خالی کیدو په ارمان ژوند کوی.

 کله چه د هند او پاکستان جګړه شروع شی نو ایا ایران چه د صیهونیستی اداری موجودیت نه منی لاس تر زنی به ناست وی او که به همزمان د پاکستان په مرسته د اسراءیلو ابدی چاره وکړی.او ایا د فلسطین د ازادی غوښتونکی سازمان لاس به هم چا شاته تړلی وی او که به د خپل سرنوشت لپاره په حرکت چه برکت هم ورسره وی شروع به وکړی.

ایا نور عربی هیوادونه چه د افغانستان په شان د ځان د دفاع توان او طاقت نلری هغه به ثابت پاته شی .

ایا دکردستان او بلوچستان ازادی غوښتونکی قوتونه به هم لاس تر زنی ناست وی او یا داچه د خپلو حقه حقوقو د تر لاسه کولو لپاره به وسلی ته لاس کړی چه له همدی موکی ګټه واخلی ، نو به د ترکیی ، ایران او پاکستان وضعه لدی ازادی غوشتونکو سره کوم سرحد ته ورسیږی، ځکه اوس ټول ازادی غوشتونکی سازمانونه د تروریستانو په لست کی شامل دی او چه کله هغه ازاد شی د هغو لپاره به کومه اصطلاح استعمال کیږی.

کله چه د اسلام او جهاد په نامه یاغی ولسونه د پخوانی شوروی اتحاد په جمهوریتونو کی سر را پورته کړی او خبره یی د ماسکو د کرملین د سرو ماڼیو تر لړزیدو پوری ورسیږی نو به د دوی اټومی سلاح کوټونه د چا په هیواد کی په مصرف رسیږی او څوک به ددی یاغی او مستو جهادیانو مخه ونیسی ځکه چه ماسکو د جهاد خوند او مزه یو ځل په افغانستان کی لیدلی نو چیرته به د کرملین د سری ماڼی تنکی ځوانان ځانونه پټوی.

ایا د چین ولسی جمهوریت چه د هند سره سرحدی لانجه لری لدی موکی څخه به ګټه پورته نه کړی ؟

ایا د تروریزم ځاله ا و کور چه له هند سره په مقابله کی ضعیف شی د هغه معنوی پلار [ انګلیس] به د خپل ګوډاګی رژیم لپاره یو څه ونه کړی؟

ایا د نړی د اټومی جګړی مسوولیت به د ناټو پر غاړه وی او که د پاکستان او یا د نابلده تور پوستی اوباما چه غواړی د خپل کور نه د مستر ګربا چوف په شان کنډ واله جوړه کړی؟

 دا می په یاد دی چه یوه عالم ۴۰ کاله پخوا پیشبینی کړی وه چه اټومی ورانونکی جګړه به له منځنی ختیځ نه شروع کیږی نو اوس عملاْ اسراءیل اټومی سلاح لری ، ایران یی لری ، پاکستان یی د استعمال لیونی دی او هند هم د مجبوریت په صورت کی له ځانه د دفاع د حق په صورت باید ځانته شور ورکړی، چین بی علاقی پاته کیدای نشی او د ماسکو د کور په دروازه کی د چیچین لیونیان تیار د اور لمبو د ساعتونو انتظار کوی .

دامی هم په یاد دی چه امریکا څو کاله د مخه د مکسیکو قانونی جمهورریس په یوه بهانه[ ګمان کوم چه د هیروینو قاچاق یی ورته بهانه کړه] له خپل قصر څخه د کوماندوی عملیاتو په زور وتیښتاوه او لا تر اوسه بندی دی،لیکن کله چه امریکا د افغانستان د نجات لپاره تصمیم ونیو نو ټول تیشتیدلی غله ، داړه مار او قاچاقبران یی له ځانه سره یو ځای راوستل او د قدرت پر ګدی یی کشینول ددی معما ځواب به له چا سره وی؟

ستاسو د راتګ هدف که له یوی خوا د تروریزم سره نیمکله او نیم شوره مقابله وه بل هدف مو هم باید د بیسوادی ، لوږی ،فقر بدبختی او ناپوهی له منځه وړل باید وای .لیکن تاسو له ځانه سره بد اخلاقی ، بی کلتوری ،عیاشی له ویاګرا او ویسکی سره او په څنګ مو هغه مذهب چه ستاسو پخوانیو امپراطورانو چه د سوپر پاور په تخت ناستول له مذهب سره ماته وخوړه او وتیښتیدل، نو ستاسی نوی مذهبیان به څنګه ځانونه تم کړی؟

دیوه بی وطنه افغان پیغام

د ګران وطن حاکمانو ته

که مو له دشمن سره د جګړی او یا سولی امکانات په وجود کی نه وی نو چه په خپل کور کی په خپله رسی ځان دار ته پورته کړی تاریخ به افتخار در باندی وکړی ، نه داچه د کارمل او مسعود په شان د وطن د تجزیی پلان پر تاسی خدای ناخواسته عملی کړی. او بیا یو نر ځوان پیداشی او وطن ته نجات ورکړی او تاسی د تاریخ مخ توری شی

د تاریخ یوه کوچنی پاڼه

شوروی نامردو هم غوښتل چه زموږ ګران وطن تجزیه کړی

درین مورد محترم فقیر محمد ودان در صفحه 276 کتاب وزین حقایق، پندارها و کردارها مینویسد که:
“دوکتور نجیب الله به جواب سوالم در مورد علل قضایای شمال طی ملاقاتی که در ماه حوت با او داشتم گفت: “دشمنان نتوانستند افغانستان را تجزیه کنند، اکنون دوستان میخواهند افغانستان را تجزیه نماید”.”

محترم محمد اعظم سیستانی علت نابودی پلان صلح ملل متحد را در کتاب مقدمه بر انقلاب ثورو پیامدهای آن در صفحه 199 چنین توضیح میدهدکه:

” اختلافات درونی حزبی از یک سو و اختلافات درون جناحی پرچم در سطح رهبری بین هواداران کارمل و طرفداران نجیب الله ،بیش از هر عامل دیگر پروسه سقوط نجیب الله را سرعت بخشید.جنرال دوستم و جنرال مومن و جنرال سید جعفر نادری پسر سید منصور نادری، رهبر فرقه اسماعبلیه افغانستان در تبانی با فرید احمد مزدک و نجم الدین کاویانی ، وکیل و جنرال نبی عظیمی و جنرال آصف دلاور و جنرال یارمحمد معاون اول وزارت امنیت دولتی بدستور و هدایت کا –گی – بی و کارمل با ایجاد “شورای اتئلاف شمال با همدستی احمدشاه مسعود” دست یازیدند و علم بغاوت در مقابل نجیب الله بر افراشتند. وبا سقوط شهر مزارشریف و تصرف میدانهای هوایی کابل و بگرام ، نجیب الله هم سقوط کرد و در دفتر ملل متحد پناهنده شد.

بدین سان دسایس کا –گی – بی ،توطیه ها و اختلافات درون حزبی و دولتی ، نه تنها نجیب الله را با سقوط مواجه کرد ، بلکه پلان صلح ملل متحد را نیز با ناکامی روبرو ساخت و بنا برین اگر مسؤول تمام آن همه ویرانی و بدبختی شهریان کابل ، رقبای سیاسی نجیب الله یعنی ببرک کارمل – فرید مزدک – نجم الدین کاویانی – عبد الوکیل وزیر امور خارجه ، جنرال دوستم و جنرال نبی عظیمی و جنرال آصف دلاور و غیره میباشند.”

زه فکر کوم چه اوس هم د کارمل – مسعود د جنایتکار بانډ بقایاوی ددی لپاره تلاش کوی چه د محترم کرزی د سولی کوښښونه په هر شکل چه ممکنه وی له منځه یوسی نو لازمه ده چه اول په داخل کی د سولی له دښمنانو سره مقابله وشی تر څو د ډاکتر نجیب د وخت اشتباهات او خوش باوری بیا تکرار نشی.

لازمه او بهتره داده چه د خارجی قواوو پر ځای افغانی قوتونه تربیه او اکمال شی ځکه چه هم په مصرف کی ارزانه تمامیږی او هم په غیرت زیات خیږی او له ډاره به د افغانی غیرت په وجه منډی نه اخلی او له دښمن سره به تر اخیری مرمی مقابله کوی.

درین مورد محترم سیستانی در صفحه 161 کتاب پر محتوای کودتای ثور و پیامدهای ان مینگارند که:

با خروج قوای شوروی از کشور دولت نجیب الله می بایستی از حاکمیت رژیم انقلابی مستقلانه دفاع نماید. بنابرین دولت به تحکیم شهر ها پرداخت و کمربندهای دفاعی مستحکمی در اطراف شهرها ایجاد کرد. …. 20 روز پس از خروج قشون سرخ شوروی ، دقیقاً بتاریخ 7 ماچ شهر جلال آباد مورد هجوم شدید مجاهد ین مسلح قرار گرفت(18) و بنا بر راپور خاص وزارت امنیت دولتی بر روایت جلال بایانی 52 هزارمجاهد مسلح که از طرف فرقه های 11 و 18 نظامی پاکستان حمایت و اکمال میگردید بشمول عدهء اعراب سودانی-الجزایری و مصری و ملیشای پاکستانی واقع شد….جنگ بیش از دو ماه درین شهر دوام یافت. اما شدت جنگ بعد از یکماه کاهش یافت و در ماه دوم نیروهای دولتی بر مجاهدین غلبه حاصل کردند و مجاهدین مجبور به عقب نشینی تا مواضع قبل از جنگ شدند.

عدم موفقیت مجاهدین درفتح جلال آباد ،نیرومندی دولت و اردوی افغانستان را در میان مردم برجسته ساخت.و حل نظامی را نفی کرد.”

این همان اردوی دشمن شکن بوده که با دستهای کثیف کارمل به دزدان حرفوی تسلیم شد و از ان تاریخ به بعد کشور ما به مستعمره پنجاب و حالا به مستعمره ناټو مبدل ګشت

محترم سیستانی در صفحه 147 کتاب مقدمه بر انقلاب ثور و پیامد های آن مینویسند که:
“بخش دفاعی وزارت امنیت دولتی در عهد نجیب الله سهم عمده در دفاع از شهر جلال آباد و سایر شهر ها گرفت و حتی مایه تشویش بزرگ برای پاکستان شده بود”.