کور / سياسي / د ترهګرۍ پر وړاندې ناڅرګنده جګړه …

د ترهګرۍ پر وړاندې ناڅرګنده جګړه …

د ترهګرۍ پر وړاندې ناڅرګنده جګړه : ډله ییزه سزا، دلایلو او تناسب ته شا کول ، له قانونې اډانې دباندې جګړه، وژنه او ترور

د دوهمې نړیوالې جګړې وروستۍ ګړۍ وې چې ماتې خوړلې جاپان د سولې غوښتنه وکړه. د دې غوښتنې پر وړاندې امریکاﺋـي دلیل او ځواب د جاپان د هیروشیما او ناګاساکي پر ښارونو باندې اټومي بمب وَرَونه وه چې دواړه ښارونه ېې د ځمکې له مخې وریبل. په سلګونو زرو ملکي وګړو د سترګو په رپ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ ، له هغوی وروسته د زهري وړانګو د اغیزو له امله په لسګونو زره نور انسانان د کړیدلي مرګ په ډنډ کې په کوربَـلو ولمبیدل او مړه شول. همدلته د تأریخ په همدغه ټکي کې ول چې اټومي وسلو د جګړې په ډګر کې د لومړي ځل لپاره د وسلو په ډلو کې تناسب او دلیل دواړه تر پښو لاندې کړل. همدې ته ورته اوسنۍ امریکا هم ، د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې جګړې کې ، په کټ مټ ډول دلیل او تناسب ته شا کړې ده.

نن ورځ بې پیلوټکه روباتیک1 الوتکې چې د [ زي] (XE) 2 د قرار دادیانو او د CIA د کار کوونکو له پلوه سمبال او په کار وړل کیږي پړي ېې تر دې کچې شلیدلي چې نه د کانګرس زور ورباندې رسیږي او نه د پلټنو، دوی خپلې چارې د امریکا په سویل لویدیز کې له یوه خوندي ګوښي ګوټ څخه پرمخ بیايي ، دوی په خپله مني چې تر اوسه ېې څه د باندې یو زر تنه بې ګناه و ګړي وژلي دي. د امریکا د سمندري ځواکونو وژونکې الوتکې کلي په کنډوالو او لوټو بدلوي ، دا الوتکې د انسان وژنې هغه خونړي ماشینونه دي چې په نړۍ کې ساری نه لري. لا تر اوسه زموږ پرمختللې ټکنالوژي لګیا ده او د جګړې پرمختللې ماشینونه جوړوي او هېڅکله دلیل او تناسب په پام کې نه نیسي. موږ د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې او د ژنوا د کنوانسیون د ځاني دفاع د مادې تر نامه لاندې پر افغانستان او عراق برید وکړ. د درغلنو تورونو، له چلوټو ډکو شننو او د خپلو درواغو پربنسټ مو داسې کږه لاره غوره کړه چې هم مو خپل ولس او هم مو د دواړو هیوادونو ولسونو ته سزا ورکړه. د امریکايي ولس د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره مو پر خپل ځان د ټولنیزو بنسټونو په نامه ډلې او نرم دریزې رسنۍ را ټولې کړې ، د رسنیو د سرمشریزې ډلې مشري د هغو پخوانيو پوځیانو لاس ته ورغله چې د کاري قرارد ریښه ېې د پوځي وسلو د جوړولو د صنعټ په ډنډ کې ډوبې دي. خپل ولس ته مو د خپلو درواغو د توجیه لپاره د سپتامبر د پیښې د ۱۹ تنو تورنو ګډونوالو په تړاو درواغ وویل له دغو ۱۹ تنو څخه یو ېې هم له هغو هیوادوو څخه نه ول چې هره ورځ ېې نومونه په خپلو خبرو کې په کاږه واږه ډول ژویو. یو ویشتمې پیړۍ د خپل پيل له هماغو لومړیو شیبو یو ځل بیا د دلیل او تناسب د خونړۍ دښتې پر وچ ډاک ګام کښیښود.

ډله ییزه سزا او سیاسي وژنې : د ژنوا د کنوانسیون ۳۳ ماده په ډیرو څرګندو ټکیو وايي چې : ” ډله ییزې وژنې د انسانیت پر وړاندې جرم دي ” هر ملت چې نن د آیساف په نامه د پوځي حضور تر سیوري لاندې د دغې کړۍ پر ګردۍ څندې باندې سپور دی د پورتنۍ مادې تر نښې لاندې راځي او د ژنوا کنوانسیون ېې تر پښو لاندې کړی دی. د آیساف پر کړۍ ټول ټال ۳۸ هیوادونو راټول دي چې هر یو ېې نړیوال بشري قانون تر پښو لاندې کړی دی.

له پوځي برلاسۍ برخمن هیوادونه د قانون د تفسیر د تشعب له امله خپل کړه وړه او سرغړونې ددغه روښانه او ستر قانون د څانګو د کاږه تعبیر تر پاڼو لاندې پټوي ؛ داسې څوک نه شته چې له دوی څخه د دغه ستر قانون د اغیزمندۍ د کچې په اړه پوښتنه وکړي ، دغه هیوادونه په بوڅو غوږونو دې ته قابو ناست دي چې د قانون کوم اړخونه د دوې له سیاسي غوښتنو سره چیرې او کله ډډه لګوي. د امریکا د متحده ایالاتو د عملیاتو د تیاتر په ډیریو برخو کې ډیرې بیلګې شته چې د خپل فطرت له مخې ېې په لوی لاس او غیرقانوني ډول وژنې تر لاس لاندې نیولې دي ؛ د دغه فطرت د ډیرو بیلګو یوه بیلګه همدا اوس موږ په عراق ، افغانستان، پاکستان ، سومالېې او یمن کې ګورو کې چې د قانون له کړۍ دباندې ېې په خپلو پرمختللو وسلو او ولسونو ته ډله په ییزه سزا ورکولو ېې په دغو هیوادونو کې د ناتار اورونه بل کړي دي. [ د ملي قانونپوهانو د ټولنې3 ] مشر [ مارجري کوهن4] په دې وروستیو کې ویلي چې : ” سیاسي یا په نښه شوې وژنې چې کله ناکله غیر قانوني اعدامونه هم بل کیږي یا د دولت له لارې یا ددولت په رضایت او خوښې تر سره کیږي ، دا ډول وژنې په هېڅ ډول قانوني او قضايي احکامو کې ځای نه لري.” د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۸ زکال د ځانګړي خبریال یوګزارش وايي : ” د قانون له کړۍ دباندې اعدامونه تر هېڅ ډول حالاتو لاندې د زغم وړ نه دي او نه د توجیه وړ بلل شوي دي … ان د جګړې پر مهال. په لوی لاس وژنې د ژنوا له کنوانسیون څخه څرګنده سرغړونه ده ، دا ډول وژنې د امریکا د جنګي جنایاتو تر قانون لاندې هم د جنګي جنایت په نامه د سزا وړ دي.”

د برلاسۍ جګړه : دلته موږ دا خبره را وړاندې کوو چې سي آی اې په برالا توګه منلي چې د [ وژنو د ټاکلي نوملیک پر بنسټ ] ېې یو شمیر یوګړي کسان په نښه کړې دي ، هغوی ېې وژلې ، یا ېې ترور کړي دي ؛ آیا د قانون له کړۍ د باندې دغه ډول وژنې د بشري حقونو له قانون څخه څرګند سرغړونه نه ده چې له یو چا څخه دې د ” ژوند کولو حق” واخیستل شي؟ دلته موږ د امریکا د داسې یوه ولسمشر په اړه دا خبره هم کوو چې د هغه په باور دی د دې حق لري چې پر داسې یوه خپلواک هیواد دې برید وکړي او خپل دې سرتیري دې ور ولګیږي چې نه ېې پر امریکا برید کړی او نه ېې امریکا ته کوم ګواښ رامنځته کړی دی ، او یا سي آی اې یوازې د تورونو او شکونو پر بنسټ کولای شي ځانته دا حق ورکړي چې یو څوک دې په نښه کړي او له هغه څخه دې د ژوند کولو حق واخلي. آیا دا د برلاسۍ یوه جګړه نه ده؟

د بې شمیرو ګزارشونو په اړوند د قانون یا د قانوني خوندیتوب د څارنې تشه ډیره څرګنده ده ، یو شمیر ګزارشونه په روښانه وايي : په زباد رسیدلې چې بې شمیره کسان تش په نامه په ترهګرۍ یا د سیاسي دښمنۍ په تور تورن دي او امریکايي ایجنټانو د هغوی پر سر پریمانه ګټورې جایزې د نقدو پیسو په ډول ایښې دي. ټولو ته په ځانګړې توګه د رسنیو د بازار معتادینو او دلالانو ته څرګنده ده چې نه افغانستان او نه عراق د سپتامبر د یولسمې په پيښه کې هېڅ ډول ونډه نه ده لوبولې. له دې امله پر دغو دوه وو خپلواکو هیوادونو بریدونه چې د قانون د حکمونو له کړۍ د باندې دي په خپله خټه او تومنه کې د برلاسۍ جګړه ده ، دا هغه جګړه ده چې د هر بشري قانون تر حکمونو لاندې تر ټولو جدي جنګي جنایت دی.

روباتیک5 وژونکي : په دې وروستیو کې سناتور [ کارل لیون6 ] د امریکا پر دولت غږ کړی چې د پاکستان د [ فاټا FATA7 ] په توکمیزو سیموکې داسې ډلې شته ” چې په افغانستان کې د امریکا پوځي مأموریت ته کلک ګواښ رامنځته کوي” له دې امله پر دغو سیمو دې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو لړۍ لا نوره هم پراخه شي”. پوښتنه دا چې د ” افغان مأموریت” مانا په څرګندو ټکیو کې څه ده ؟ سناتور لیون ټینګار وکړ چې پاکستاني دولت د بې پیلوټو الوتکو بریدونو ته د منلو سر ښورولای خو د امریکا له هلو ځلو څخه ېې د ځان په ګټه، ګټه پورته کړې او له امریکا سره په جګړې کې د ملګرتوب تر سیوري لاندې ېې په سیمه کې خپل هغه مخالفان د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژلي دي چې د پاکستان له دولت سره مخالفت لري ، خو په بل اړخ کې ېې سناتور د بې شمیرو بې ګناه وګړو له وژنو څخه په پټو سترګو تیریږي … په دغو بریدونو کې هغه تناسب په پام کې نه نیول کیږي چې د یوه مخالف په کړس کې څومره بې ګناه ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

غیرقانوني جګړې ته قانوني جامې ور اغوستل : د امریکا د متحده ایالاتو یو دروند او منلی سناتور د کوم حق تر نامه لاندې پر داسې یوه خپلواک هیواد د برید ټټر وهي چې هېڅکله ېې د امریکا پر متحده ایالاتو باندې برید نه دی کړی ؟ د کوم نړیوال یا ملي قانون او قضاوت او د کوم قانون د حکمونو په اډانه کې نوموړی دغې غیر قانوني جګړې ته قانوني پرتوګ وراغوندي؟ د امریکا دغه سناتورچې د سنا د وسلوالو خدماتو د پياوړې کمیټې غړیتوب لري د کوم قانون یا قضايي حکم تر سیوري لاندې له داسې یو شي څخه دفاع کوي چې له هغه څخه د هېڅ قانون په اډانه کې دفاع نه شي کیدای؟ هغه څوک چې پر منطق ولاړ وي او منطقي پوهه ولري هغه ته ” افغان مأموریت ” داسې یو مأموریت دی چې له اخلاقي او قانوني اړخه د دفاع وړ نه دی.

” ډله ییزه سزا” د نړیوال قانون، د نړیوالو پروتوکولونو او کنوانسیونونو په احکامو کې په څرګنده ویل شوې خو نن دغه حکمونه په خپله د هغو هیوادونو له پلوه تر پښو لاندې کیږي چې ددغو قوانینو په پای کې ېې د ژمنو هیوادونو په توګه لاسلیکونه کړي دي ، همدغه ژمن او له پوځي اړخه برلاسي هیوادونه دي چې د نورو هیوادونو پر وړاندې یو بُعدي یا څو بُعدي پوځي یا د دښمنۍ ګامونه پورته کوي ، د دښمنۍ یا د همدغو څو بُعدي ګامونو په پایله کې دي چې په یوه متحارب هیواد کې به جرم یوه لږکی یا اقلیت یا به کومې ځانګړې مذهبي او توکمیزې ډلې رامنځته کړی وي مګر” ډله ییز تاوان” ېې د دغه هیواد ټولو وګړو ته رسیږي.

د سپتامبر په یولسمې نېټې د سوداګرۍ پر نړیوال مرکز باندې د برید تابیا، روزنه او مالي سمبالونه د هغو کسانو په لاس تر سره شوه چې په جرمني ، هسپانېې او د امریکا په متحده ایالاتو کې ېې استوګنه درلوده ، له دې امله د آیساف د ځواکونو هر غړی هیواد چې همدا اوس په افغانستان کې پوځي عملیات پر مخ بیايي هر یو ېې د نړیوال قانون هغه ماده تر پښو لاندې کوي چې حکم ېې د ” ډله ییزې سزا” تر نامه لاندې په څرګندو ټکیو کې ویل شوی دی.

د سپتامبر د یولسمې پېښې په هاغه لومړیو کې اسامه بن لادن د پیښې د نوښتګر په توګه و پیژندل شو، خو نن موږ په ډیره څرګنده ټوګه پوهیږو چې نوموړی د طالبانو د دولت تر څار لاندې د شړونې په نوم په داسې یوه ګوښي ګوټ کې په تړلو لاس او پښو را ایسار وو چې نه ېې شوای کولای د افغانستان له خاورې څخه د بل هیڅ هیواد پر وړاندې غچ اخیستونکی ګام اوچت کړي ، ځکه د طالبانو دولت ډیر ښه پوهیده چې که داسې وشي نو د هغوی ددولت پر وړاندې به تر ټولو سخت غبرګون را څرګند شي او په دې به تورن شي چې د دوی په کوربه تابه کې د دوی سعودي میلمه لادن د بل هیواد پر وړاندې د دښمنۍ ګام اوچت کړی دی، طالبان له دغه حساسیته له بل هر چا ډیر زیات خبر ول. له دولت سره همغاړو ، پاروونکو او مرستندیو رسنیو و کولای شول د امریکا دولت ته د اسامه بن لادن انځور د داسې یوه دښمن په جامه کې ور وپیژني چې تر ټولو نورو دښمنانو ېې اورپکې او له ګواښه ډک میرڅمن دی. د ۲۰۰۱ زکال د اکتوبر په مېاشت کې د افغانستان پر وړاندې د ولسمشر جیورج ډبیلو بوش ادارې د خپل غچ اخیستونکي ګام د پورته کولو د توجیه لپاره داسې وویل :” د ” ځاني دفاع ” تر نامه لاندې د ژنیوا د کنوانسیون د ۵۱ مادې پر بنسټ ، افغانستان د یوه مرستندوی دولت په توګه اسامه بن لادن ته غیر قانوني پناه ، پټنځای او لوژیستیکي آسانتیاوې برابرې کړي چې د پېښې د رامنځته کولو سمبالنه او تابیا ېې تر لاس لاندې ونیوله. ” په دغې توجیه کې دا هم ویل شوي چې ” د افغانستان له خاورې څخه ګواښ شته ” د بوش د ادارې په دغو څرګندونو کې دا بې بنسټه تورونه له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري چې ګڼې د دغه هیواد دولت ترهګرۍ ته مرستندوی هیواد دی او نه هېڅ افغان د ویل شویو بریدکوونکو په ډله کې ګډون درلود.

حقیقت دا دی چې د نړیوالو کنوانسیونونو بربنسټ افغان ولس او افغان دولت دواړه بې ګناه دي هغوی د نړیوالې سوداګرۍ پر مرکز باندې برید کې هېڅ ډول ونډه او لاس نه درلود ، د همدغو کنوانسیونونو پر بنسټ هغوی بې ګناه دي، هغوی ته هر ډول تاوان رسول، پر هغوی بندیز لګول یا هغوی ته ” ډله ییزه سزا” په دې دلیل غیر قانوني دي چې هغوی د سپتامبر د یولسمې پیښې کې ګډون نه وو کړی، ددغه هیواد هېڅ هیوادوال د ۱۹ تنو بریدکوونکو په ډله کې نه وو نو ولې د دغه هیواد میلیونونو وګړو ته دې څو بُعدي سزا ورکړل شي حال دا چې د پیښې ګډونوال له نورو هیوادونو څخه ول. موږ هیله لرو چې په راتلونکي کې داسې یوه نړیواله محکمه دې رامنځته شي چې د عدالت په نامه نوې ډاډمنه پریکړه و کړای شي او له امریکا او د آیساف د ځواکونو له غړو هیوادونو څخه د افغانستان په استازیتوب د رامنځته شویو ورانیو او وژنو په بدل کې د جګړې د تاوان د پریکړې لارې چارې ولټوي.

د جنګي جنایاتو د سیاسي لوبو ډډې : پر نړیوال قانون د ملنډو په لړ کې د بوش له دکتورینو څخه را څڅیدلې او په میراث راپاتې تر ټولو کبرجنه دوه مخي ، تش په نامه ” د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه ” ، د [ اوریلايي 8 ] لید لوري پر وړاندې یو پیغور دی. ستاسو به په یاد وي چې د امریکا متحده ایالاتو په خپله د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې هغو نازي ساینسپوهانو ته د عدلي خوندیتوب ، پناه او د کار د ورکړې ډاډمنه ژمنه ورکړه چې د جرمني د توغندیو په جوړولو او څارګرو چارو کې بوخت ول. هېښنده دا ده چې په دې وروستیو کې امریکا په ترهګرو کړو وړو کې ښکیل [ ډاکټر اوریلانډو بوش9 ] ته د پناه غیږه پرانیستله نوموړی د یوې کیوبايي الوتکې په بمبي چاودنه کې ښکیل وو او ۷۳ تنه ېې ووژل. اوریلانډو بوش ته ددې لپاره ورین تندی وښودل شو چې د کاسترو ضد او کمونیست ضد دریز لري ، د بوش ادارې دغه ډاکټر ته ددې لپاره د پناه غیږ پرانیستله چې په کیوبا کې د نړیوالې ترهګرۍ په تور سزا ونه ویني. د امریکا متحده ایالاتو د اوریلانډو بوش د بیرته ستنولو په تړاو د کیوبا بې شمیره غوښتنې له هر ډول دیپلوماتیکو نزاکتونو پرته وغندلې او د دواړو هیوادونو تر منځ د لسیزو لسیزو شته تاوتریخوالي پر اور ېې نور تیل و شیندل.

نړیواله جناﺋـي محکمه : تر دغې لیکنې پورې ، د امریکا متحده ایالاتو، شمالي کوریا، اسراﺋـیلو، چین او لیبیا په نړیوالې جناﺋـي محکمې کې د غړیتوب له اخیستنې ډډه کړې ، دا هغه نړیواله قضاﺋـي څانګه ده چې د نړیوال قضاﺋـي هیـﺋـت د پلټنې د تشې او یا د جنګي جنایاتو هغه ناسپړل شوې جناﺋـي دوسېې له سره را سپړي چې د نړۍ د اکثریتو زبرځواکونو له خوا تر سره شوې دي. له تأریخي ، سیاسي او ایدیالوژیکي اړخه که ورته وګورو د نړۍ د ډیریو پياوړو زبر ځواکونو پر وړاندې د جنګي جنایاتو حکمونه او فتوی ګانۍ ورکړل شوې دي. د دغه داستان د شرحې لویه برخه باید د ډېرې څرګندې ریا په اډانه کې و پلټل شي. د نړۍ تر ټولو پياوړي زبر ځواکونه له قانونه سرغړونې ته یوازې او یوازې هغه مهال غوږونه بوڅ او سترګې رَډې کړي چې د نورو له پلوه شوې وي. د امریکا متحده ایالاتو د سړې جګړې په کلونو کې له شوروي اتحاد سره د ښکر په ښکر کیدلو پر مهال بې شمیره نازي جنګي جنایتکاران او د څارګرو څانګو کارپوهان په کار و ګومارل. دغې نښرغاندې یا پدیدې د ” سوبمن عدالت” تر نامه لاندې له حسن تعبیره ډکه اصطلاح را منځته کړه.

په قانون کې د جنګي جنایاتو پر وړاندې حکمونه : د جنګي جنایاتو په حکمونو کې بې رحمه وینه بهونې ، د ولسي شمتنیو دړې وړې کول، د یوه ولس د یوې برخې له منځه وړل، له ګڼه ګوڼې ډکو مرکزونو باندې په لوی لاس برید، او د منع شوې وسلې کارول ټول هغه جنګي جنایات ګڼل شوې چې پر وړاندې ېې قضاﺋـي هیـﺋـت د جنګي جنایت حکم پلی کولای شي. د سپتامبر د یولسمې پیښې پر وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو د وسلوالو ځواکونو غچ اخیستونکی ځواب بې تناسبه وو، خلکو ته ډله ییزه سزا ورکړل شوه دا په خپله د [ ژنوا او نورامبرګ] له شته اوسنیو قوانینو څخه چې د امریکا متحده ایالات ېې په خپله یو له ژمنوالو لاسلیک کوونکو هیوادونو څخه دی او له نورو نړیوالو کنوانسیونونو او پروتوکولونو څخه هغه کلکه سرغړونه ده چې په ټولو قوانینو کې د ” تیریګري جګړې ” په نامه بلل شوې ده.

بې شکله نښتې : دا داسې یوه جګړه ده چې شکل اوبڼه نه لري. په پوځي جامو او نظم کې اجیر سرتیري را ټول کړل شوې دي، پر افغانستان باندې د زرګونو مایلو له واټن څخه لیرې د سي آی اې پرسونل او نور ملکي کارکوونکي د روباتیکو وسلو باران جوړوي ، د ټولنیزو اړیکو بنسټونه د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو ټولنو ته د جګړې د توجیه سلا مشورې ورکوي ، له هر ډول قانوني شننو او پلټنو پرته پر هیوادونو بریدونه کیږي ، هیوادونه نیول کیږي ، د افغانستان په نیواک کې ۳۸ نا بللو هیوادونو برخه اخیستې ، د جګړې د قانون ټول حکمونه تر پښو لاندې شوي ، دا ټول د نني ژوند د دلیل او تناسب د بیلګو یوه کواړۍ ده. دا په رښتیا چې یوه بې شکله نښته ده.

عدالت ته په درنښت یوې هسپانیوي محکمې د نوموړونو هیوادونو د یو شمیر څرګندو کسانو پر وړاندې د نیولو حکم ورکړی چې د جنګي جنایاتو په کړو وړو کې د ښکیوالي تور ورباندې لګول شوی دی ، دغې محکمې دا هم ویلي چې د نړیوالې جناﺋـي محکمې په غړو کې د بوش د ادارې لوړپوړي چارواکي د ګډون حق نه لري. محکمې ټینګار کړی چې که دغه کسان غوره وبولي چې له خپلو هیوادونو څخه دباندې ووځي نو د سفر کولو پر مهال دې باید ونیول شي.

بروس. جي. ریچاردسن