کور / تازه خبرونه / کندوز : د ماين په يوه چاودنه کي څلور الماني سرتيري ژوبل سول

کندوز : د ماين په يوه چاودنه کي څلور الماني سرتيري ژوبل سول

په کندوز کي د ماين په يوه چاودنه کي څلور الماني سرتيري ژوبل سول ، ياده پېښه د کندوز ولايت په علي اباد ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې . د الماني بيا رغوني ټيم د مطبوعاتي دفتر مسئول وايي چي پېښه نن سهار پنځه نيمي بجې هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله الماني سرتيري په ياده سيمه کي په ګزمه بوخته چي د سړک د غاړي ښخ کړل سوى ماين پرې وچاودېد او په پايله کي يې يو موټر ويجاړ او پکښي سپاره سرتيري سرسري ژوبل سول .
د طالبانو وياند د پيښي مسئوليت منلي او وايي چي په ياده پېښه کي يې څلور الماني سرتيري وژلي دي .