کور / تازه خبرونه / برتاينه : کرزي به د کابل په کنفرانس کي د بهرنيانو وتل روښانه کړي

برتاينه : کرزي به د کابل په کنفرانس کي د بهرنيانو وتل روښانه کړي

د برتانيي انډيپينډنټ ورځپاڼه پخپل يوه خبر کي ليکي چي ولسمشر حامد کرزى به د کابل په کنفرانس کي د بهرنيانو د وتلو مهالوېش د يو لړ شرائطو سره اعلان کړي چي بهرنيان به په ٢٠١٤ کال کي د افغانستان څخه وزي . نوموړې ورځپاڼه ليکي چي دوى ته داسي سند په لاس ورغلى چي پکښي د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبره سوې ، ورځپاڼه وړاندي ليکي چي ولسمشر به ووايي چي د نن څخه څلور کاله وروسته چي شرايط هر ډول وي بهرنيان به د افغانستان څخه وزي ، خو لوېديځ چارواکي بيا وايي چي د بهرنيانو وتل د افغانستان په شرائطو پوري اړه لري .
د يادوني وړ ده چي اسلامي حزب او طالبانو تل د حکومت سره د خبرو لومړى شرط د بهرنيانو وتل او يا د هغوى مهالوېش ټاکل دي .