کور / تازه خبرونه / د کندهار د پرونۍ پيښي وروستي جزئيات

د کندهار د پرونۍ پيښي وروستي جزئيات

د کندهار ښار په پرونۍ چاودنه کي چي خيري مارکېټ ته څېرمه رامنځ ته سوې وه په اړه يې د کندهار ښار د امنيت آمر ښاغلى فضل احمد شېرزاد خبريالانو ته وويل چي په پېښه کي د چاودېدونکو توکو وړونکى وژل سوي او يو بل ملکى وګړى ژوبل سوى . نوموړى وايي چي يو تن چي په يوه لاس ګاډۍ کي ي چاودېدونکي توکي په يوه ځاى کي د ځاى پر ځاى کولو په موخه اخستي ول چي د ګاډۍ د چپه کېدو يا به د بلي کومي کړني له امله ځني چاودېدلي چي خپله د چاودېدونکو توکو وړونکى يې وژلى او يو بل ملکى وګړى يې ژوبل کړى .