کور / تازه خبرونه / قاري يوسف : د ولسي جرګې يو تن نوماند مو تښتولى

قاري يوسف : د ولسي جرګې يو تن نوماند مو تښتولى

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چي د هرات ولايت د ګلوران ولسوالۍ څخه يې يو تن ولسي جرګې ته نوماند تښتولى . د يادي ولسوالۍ ولسوال داود نظامي د يادي پيښي د پخلي تر څنګ وايي چي نوموړى کس ارباب يوسف نومېده او د ولسوالۍ څه دېرش کېلومتره ليري د خلکو د رايو د ترلاسه کولو په موخه همدې سيمي ته تللى ؤ، نوموړى ولسوال همدا ډول وايي چي د نوموړى سره يې اړيکي شکېدلى مګر په دې اړه تر اوسه کره معلومات نه لري چي نوماند به طالبانو تښتولى وي او که به بله کومه ستونزه ور پېښه سوې وي .