کور / تازه خبرونه / غور : د نشيي توکو د سوځلولو خبر ورکړل سو

غور : د نشيي توکو د سوځلولو خبر ورکړل سو

د غور امنيتي چارواکي وايي چي په دغه ولايت کي يې يوه کچه نشيي توکي سوځلي . نوموړي چارواکي وايي چي ياد نشيي توکي يې د دې ولايت په بېلابيلو سيمو کي د ګډو عملياتو په ترڅ کي نيولي د غور ولايت امنيه قوماندان د يادو توکو سوځول تائيدوي او وايي چي دا توکي د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشيي توکو په وړاندي د مبارزې څانګي نيولي او نن يې د يوه هيئت په مخ کي وسوځول . نوموړي همدا ډول وويل چي دا لومړى نه ځل نه دئ چي په ياد ولايت کي نشيي توکي د يادي څانګي له لوري نيول کيږي .