کور / تازه خبرونه / ننګرهار : سېلابونو يو لړ کورونو زيانمن کړي

ننګرهار : سېلابونو يو لړ کورونو زيانمن کړي

په ننګرهار کي سېلابونو يو لړ کورونه زيانمن کړي . نوموړي سېلابونه تېره شپه د خوګياڼو او سره رود په ولسواليو کي راغلي . د سيميزو چارواکو په وينا چي سېلابونو مالي زيانونه اړولي خو کوم ځاني تلفات نه لري . د دې ولايت د طبعي پيښو په وړاندي د چمتوالي ادارې رئېس عبدالوهاب شېرزاد وايي چي په يادو ولسواليو کي سېلابونه راغلي چي يوازي مالي زيان يې اړولي خو کوم ځاني زيان نه لري . بل خواته د دې ولسواليو اوسېدونکي وايي چي د کورونو د زيانمنېدو تر څنګ يې د دوى د کرهڼي په سلګونه جريبه ځمکه هم له منځه وړې .