کور / تازه خبرونه / فارياب : شپږ تنو مرګ ژوبله واوښته

فارياب : شپږ تنو مرګ ژوبله واوښته

د فارياب ولايت امنيتي چارواکي د شپږو تنو وسلوالوطالبانو د وژل کېدو او ژوبل کېدو خبر ورکړ . نوموړي چارواکي وايي چي ياد طالبان تېره شپه په هغه نښته کي چي په دې ولايت کي د وسلوالو طالبانو او دولت تر منځ رامنځ ته سوه وژل سو ي او ژوبل سو ي دي .
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د کشف مرستيال ياده پېښه تائيدوي او وايي چي تېره شپه طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چي د پوليسو په ځوابي ډزو کي دوه وسلوال طالبان ووژل سول او څلور نور ژوبل سول .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي