کور / تازه خبرونه / پاکستان : په يو لړ بريدونو کي ٩ تنه وژل سوي

پاکستان : په يو لړ بريدونو کي ٩ تنه وژل سوي

د پاکستان هيواد په کراچي ښار کي په تيرو څليرويشتو ساعتونو کي د يو لړ بريدونو په ترڅ کي چي د دې ښار په بېلابيلو برخو کي ترسره سوي نهه تنه وژل سوي دي . د کراچي ښار سيميز امنيتي چارواکي وايي چي په وژل سوو کسانو کي د ملکي وګړو تر څنګ د يو لړ سياسي ګوندونو غړي هم شامل دي .نوموړي چارواکي وايي چي د پيښي سره د تړاو په تور يې تر دم ګړى څوک نه دي نيولي او په اړه يې پلټني پيل کړي .