کور / تازه خبرونه / راس موسن : د وخت تر مخه د افغانستان څخه نه وزو

راس موسن : د وخت تر مخه د افغانستان څخه نه وزو

د ناټو عمومي منشي راس موسن وايي چي د افغانستان څخه د وتلو مهالوېش نه سو ټاکلاى او تر وخت مخکي د افغانستان څخه نه وزو خو کله چي امنيت ښه سوخپل ځواکونه به وباسو نوموړي دا څرګندوني په اسلام آباد کي دپاکسان د بهرنيو چارو د وزير سره په يوه ګډه ناسته کي وکړې . نوموړي وويل چي تر دوه زره څوارلسم کال پوري امنيتي چاري افغان ځواکونو ته سپارل د افغان ولسمشر پرېکړه وه او ناټو يې هر اړخيزه مرسته کوي مګر دا د ناټو د وتلو مهالوېش نه بلکي ناټو به هغه وخت د افغانستان څخه وزي چي امنيتي حالات ښه سي .