کور / شعر / پښتون دى وژل کيږى

پښتون دى وژل کيږى

٢٢ جولاى ­ ٢٠١٠    


د سکندر او چنګيز خان نه رانيولى، دا لړۍ له پيړيو تکراريږى
پښتون دى وژل کيږى
نه يى چا پوښتنه وکړه نه يى مرګ نه څوک خبريږى
پښتون دى وژل کيږى
ننګرهار که کندهار دى، يواځى پښتون دى  بمبارى کيږى
پښتون دى وژل کيږى
د ترهګراو د طالب په نوم يى نيسى، بيا زندان کى حلاليږى
پښتون دى وژل کيږى
دوستم وژلى پښتانه دي، دشت ليلى ځکه ژړيږى
پښتون دى وژل کيږى
صرف نومونه يى ملګري ملتونه او حقونه د بشر، د زورورو نه پوښتنه کله کيږى
پښتون دى وژل کيږى
چړچي وکړي ستميانو  دوستميانو ، خو  پښتون غريب په خيټه نه مړيږى
پښتون دى وژل کيږى
پنجشير او شبرغان کى عصرى کورونه جوړ شو،بس دلته هلته  د پښتون کوټه ورانيږى
پښتون دى وژل کيږى
ډالر اخلى ستميان او دوستمان، فهيم او ربانى لا نور هم  نه مړيږى
پښتون دى وژل کيږى
د چوکۍ او رياست په تمنا، ربانى د اسرائيل  په سفارت کى ميلمه کيږى
پښتون دى وژل کيږى
قسيم فهيم د خاد يو ډريور وو، اوس رتبى د مارشالۍ ته دى رسيږى
پښتون دى وژل کيږى
مسعودوف شولو مرداردا خاين ددغى خاورى، اخرت کى به په کوم مخ خداى ته دى ودريږى
پښتون دى وژل کيږى
د قانونى دى شي ملا ماته دا ايکټر د هندوستان،چى يواځى په پښه باندى ګوډيږى
پښتون دى وژل کيږى
ډالر جمع قانونى ضيآ مسعود کړل، اوس دو بۍ ته په قاچاق باندى وړل کيږى
پښتون دى وژل کيږى
خليلى او محقق هزاره ګان کړل راته پورته، په ډهولک د ايرانيانو افغانستان کى دوي نڅيږى
پښتون دى وژل کيږى
د سياف دي دوه ګزۍ ږيرى ته ګوره، شيطانان ترى لاندى پټ دى اوغريږى
پښتون دى وژل کيږى
ګټي جنګ کى شمالى ټلوالى وکړي، خو پښتون بد بخته قوم د افغانستانه شړل کيږى
پښتون دى وژل کيږى
پښتون باندى غټ غټ بمونه وار کړه، عبدالله په دغه کارد امريکايانو خوشاليږى
پښتون دى وژل کيږى
د جنګ غرامت غواړي پس له جنګه اولسونه، ربانى وايى دا غرامت به روسي ته بخښل کيږى
پښتون دى وژل کيږى
د حساب کتاب وخت به کله راشى، محکمه د خاينانو به اوس کله شروع کيږى
پښتون دى وژل کيږى
د هاګ محکمه په هسى نوم ده، د افغانستان دا خاينان به کله محکمى ته راښکل کيږي
پښتون دى وژل کيږى
مکرستل که پيټريس د ى، پوتين يا لارډ برنس دى،ټول د جنګ په اوږدوالى صلاح کيږى
پښتون دى وژل کيږى
د هيواد د تجزي خبري اورم ، د ستميانو ايرانيانو، خوبونه رښتيا کيږى
پښتون دى وژل کيږى
دعوى کوى پښتون تر اټک او هندوستانه، ګوره پام کوه دا شته افغانستان درنه بيليږى
پښتون دى وژل کيږى
د ايران او امريکا زرګرى جنګ دي، دواړه  د افغانستان په تقسيم باندى خوښيږى
پښتون دى وژل کيږى
نه  قلم شته نه کتاب او د مکتب نه ليرى تښتى، پښتون جنګ،  ټوپک او سنګرته خوشاليږى
پښتون دى وژل کيږى
نړۍ پورته شوه اسمان ته په ستورو پاچاهى کړى، بس پښتون دى چى په خاورو کى لوغړيږى
پښتون دى وژل کيږى
د غفلت په خوب ويده دي منتظر دي اسرافيل ته ، دوي به کله لويه خدايه د خوبه راويښيږى
پښتون دى وژل کيږى
اتفاق نکړى ډير افسوس دى سره وژنى، پښتون يواځى دشمنۍ او تربګنې ته هوسيږى
پښتون دى وژل کيږى
نه يى شرم نه حيا شته په زرها و ترى وژل شى ، دا پښتون ولى په دى هم نه شرميږى؟
پښتون دى وژل کيږى
بدل اخلى له تربوره که يى سرځى او که مال، خارجى عسکر يى وژنى بس ډالر  ته خوشاليږى
پښتون دى وژل کيږى
کودتا وکړله خلقيانو جمهوريت يى را چپه کړ، خو روس پرچم ،ستم  ته خوشاليږى
پښتون دى وژل کيږى
دى ګمراه او بدبخت قام ته چى ګورم، نو (پاچا) ځکه شپه او ورځ ژړيږى
پښتون دى وژل کيږي