کور / تازه خبرونه / کندهار : چاودنه سوې

کندهار : چاودنه سوې

په کندهار ښار کي يوه چاودنه سوې . نوموړې چاودنه تېره ورځ مازديګر مهال شاوخوا شپږ نيمي بجې د خواجک بابا په سيمه کي رامنځ ته سوه . د کندها ر ښار د امنيې قوماندانۍ مرستيال محمد شاه خان فاروقي ياده پېښه تائيدوي او وايي چي چاودنه د هغو چاودېدونکو توکو له امله چي په يوې لاسي ګاډۍ کي ځاى پر ځاى سوي ول رامنځ ته سوې چي مرګ ژوبله نه لري نوموړي وويل چي د چاودېدونکو توکو ډکه لارۍ د يوه کور و دېواله ته درول سوې وه او چاودنه ورکړل سوه .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .