کور / تازه خبرونه / زابل : يو ټن تر وخت تېر توکي نيول سوي

زابل : يو ټن تر وخت تېر توکي نيول سوي

د زابل د عامي روغتيا مسئولين وايي چي تېره ورځ يې په ياد ولايت کي يو ټن تر وخت تېر توکي ترلاسه کړي . نوموړو همدا ډول وويل چي ياده پروسه به تر هغه وخت پوري دوام مومي تر څو يې ښار د تر وخت تېرو او ټيټي وړتيا درلودونکو توکو څخه پاک سي . د زابل ولايت عام وګړي د حکومت د دې اقدام څخه خوښ ښکاري او زياتوي چي د يادو توکو له منځه وړل به په ښار کي اصلي توکو ته رسېدلى زيان او د دې موادو څخه رامنځ ته سوي ستونزي به له منځه ولاړي سي .