کور / تازه خبرونه / د طالبانو د پخواني وياند ملاعبدالحي مطمئن د نيولو ادعا سوې

د طالبانو د پخواني وياند ملاعبدالحي مطمئن د نيولو ادعا سوې

افغان چارواکي وايي چي د طالبانو د واکمنۍ په موده کي د طالبانو د ستر مشر ملامحمد عمر وياند ملاعبدالحى مطمئن يې نيولى . نوموړي چارواکي وايي چي ملاعبدالحى مطمئن يې د يو لړ نورو طالبانو سره د اندړو په ولسوالۍ کي د يو لړ عملياتو په ترڅ کي نيولى .ملا عبدالحى مطمئن وروسته تر هغه چي کله مولوي وکيل احمد متوکل د طالبانو د بهرنيو چارو وزير و ټاکل سو د طالبانو د حکومت تر نړېدو پوري د طالبانو د ستر مشر ملامحمد عمر وياند ؤ . د غزني امنيه قوماندان خيال باز شېرزى ياد عمليات او پکښي د طالبانو د اوو تنو نيول کېدل تائيدوي خو د ملا عبدالحي مطمئن په نيولو ناخبري ښيي .