کور / تازه خبرونه / امرالله صالح : ولسمشر د طالبانو سره د جګړې څخه پر شاه سوى

امرالله صالح : ولسمشر د طالبانو سره د جګړې څخه پر شاه سوى

امرالله صالح چي د څه باندي شپږو کلونو راهيسي د ملي امنيت د رئېس په توګه کار کوى او څه موده مخکي يې د خپلي دندي څخه استعفاء وکړه داسي استدلال کوي چي ولسمشر کرزى د طالبانو سره د جګړې څخه پر شاه سوى او وايي چي ولسمشر پرته د دې چي د دې کار پايلو ته پام وکړي د هغوى سره دسياسي معاملې هلي ځلي کوي . د ولسمشر کرزي بل متحد محمد محقق وايي چي د ولسمشر کرزي دا لار پخپله دى او افغانستان له منځه وړلاى سي . بل لوري ته د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر د دوى د څرګندونو په اړه د څه ويلو څخه ډډه کوي او وايي چي د طالبانو سره پروسه يې په پوره احتياط سره روانه کړې . او شرط يې دا دئ چي طالبان به اساسي قانون مني ، د جنګه به لاس اخلي او د القاعده شبکې سره به خپلي اړيکي شلوي .