کور / سياسي / تر اشغال وروسته

تر اشغال وروسته

اوسنی حالت (اشغال، جګړه، اداري فساد او مخدره توکي)
تر اشغال وروسته (ابرومنده روغه او که داخلي جګړه او د سیمه ایزې سیالۍ ډګر)

افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د تروریزم سره د جګړې په بهانه اشغال شوی دی. که څه هم په لومړي سر کې افغانانو پخپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره دې ته هیله درلوده؛ چې استعمار به تر انارشۍ، کورنۍ جګړې او طالبي بې سرنوشتۍ یو څه ښه وي؛ خو چې ویې لیدل امریکا او متحدین یې د استعمار د فرمولونو سره سم چلیږي؛ جګړې اوفساد ته دوام ورکوي؛ د ټولنې اوملت تر ټولو رټل شوي او فاسد ترین خلک په واک کې ساتي؛ او د مخدره توکو او مافیا نه کنټرولیدونکي بلاوې په ملت نازلوې؛ نو دا نتیجه ترې راوزي: د امريکا نړۍخور امپرپاليزم هماغه د تېرې پېړۍ د استعمار په لارو روان دی؛ خو په نوو او پرمختللو طريقو. امریکایانو د اقلیت ملیشو نه حکومت جوړ کړی؛ په سر کې یې یو بې شعوره پښتون کینولی، خو عملا د پښتنو په کورونو ورننوزي؛ نارینه یې وژني او ښځې یې په سپیو داړي؛ او بيا لا وايي چې د افغانانو وژل يوه له خوند نه ډکه ساعت تيري دی.
نور غربي هیوادونه چې د امریکا له ویرې یا د هغې د خوشالولو لپاره راغلي دي، ځینې یې خپلې اجنداوې لري او ځینې د امریکا کمزوري کول غواړي .
القاعده او نور بهرني جنگیالي چې د طالبانو په پلوۍ د امریکا په خلاف جنګیږي، هم یوه معما ښکاري؛ امریکایان وایي چې القاعده سل کسان دي؛ چې د ډیورند کرښې په دواړو غاړو کې پټ شوي دي، نو آیا د سلو کسانو د ځپلو لپاره د ۴۶ هیوادونو یو نیم لک پوځ راوستل ضرور دي، که یوه کوماندویي قطعه چې په چریکي توګه دغه سل کسان له منځه یوسي؛ خبره د القاعده نه ده؛ بلکې د منځنۍ اسیا او افغانستان منابع او د افغانستان سیاسي ـ جغرافیوي موقعیت دی: چې امریکایان پسې راغلي دي.
ګاونډیان هم دې ته خوښ دي چې د جګړې دوام به افغانستان دومره کمزوری کړي؛ چې تر سلو کالو پورې به دوی ته کوم تهدید نه شي جوړولای؛ او د دوی د اجناسو یو ښه مارکیټ به وي. د ایران، هند او پاکستان سیاستونه سره متضاد او ټول د خپلې اجنداوو پلي کول د افغانانو په کمزوري کولو کې ویني.
اسلامي هیوادونه به وایي چې پردی غم تر واورو سوړ دی؛ او فکر به کوي؛ چې که افغانانو امریکایان مات کړل؛ د اسلامي امت یو ویاړ به شي؛ او که افغانان نور هم تباه شول نو پر دوی مستقیمه اغیزه نه لري .
سیمه وال (روسیه، چین – شانګهای( فکر کوي چې د طالب ګواښ سره د امریکا جګړه په دواړو حالتونو کې د دوی دښمنان وژني، که امریکایان کمزوري کیږي هم دوی پرې خوښ دي او که طالبان مري هم دوی فکر کوي چې د امریکا پخواني ستراتیژیک متحدین مري؛ او له منځه وړل یې دوی ته نا خوښه نه دي.
په داخل کې هیڅ تمه او د هیلو څرک نه ښکاري؛ فاسد دولت چې د بې کفایتۍ او بې تعهدۍ وروستۍ پولې ته رسیدلی؛ نه ددې وس لري او نه یې عزم چې دې هیواد ته سوله او ولس ته یې نیکمرغي راولي. د دې حکومت د واک په اساسي ماشین عقده یي اواجیر شوي اقلیتونه ناست دي؛ چې هیڅکله سوله او ارامي او متوازن پرمختګ نه غواړي؛ دغه اقلیتونه همدې ته استخدام شوي دي، چې دا ملک د کلونو او پیړیو لپاره بې ثباته او کمزوری وي؛ او دوی پکې د پردیو په زور ناقانونه واک وچلوي؛ ددوی په سر کې کرزی ناست دی چې تر کارمل هم دې هیواد ته بد نیت لري؛ دې فکر کوي؛ چې اقلیتونه د یو پښتون مشر پوښښ ته ضرورت لري او هغه پوښښ همدی دی؛ دی په هیواد کې د هیڅ شریفانه پروګرام سره نه لیوالتیا لري؛ نه یې استعداد لري او نه دغسې عزم لري . دا او نور بهرني او کورني عوامل ددې سبب شوي دي چې جګړه دوام وکړي؛ چې پکې د همدغې مافیا ګټه ده؛ د دې جکړې له برکته په داخل کې د کرزي، فهیم، خلیلي او د دوی د ورونو د تجارت بازار ښه ګرم دی او په مخدره توکيو کې د نړیوالې مافیا د ۶۰۰ بیلیونو ډالرو ګټې هغوی داسې مست او لیونې کړي دي؛ چې دلته یې د ټول عمر جګړه هم په تاوان نه ښکاري، دا یوازې افغانان دي؛ چې له دې جګړې نه تاواني کیږي .
اوسنۍ جګړه که څه هم د افغانانو لپاره تر ډیره حده یو مجبوریت دی؛ خو له بلې خوا د پاکستان له خوا د افغانانو په وینو د امریکا په ضد رهبري کیږي، ځکه پاکستان ویریږي، چې امریکا به په افغانستان کې تر بري وروسته د دوی پر لور ورشي او اټومي ځواک به یې دړې وړې کړي. خو که چیرته جګړه همداسې دوام وکړي، فکر کیږي چې امریکایان به ستړي شي او د خپلو عوامو تر فشار لاندې به وتلو ته اړ شي. له بلې خوا دا د هند او پاکستان تر منځ یوه څنګیزه جګړه (Proxy War)  چې د افغان په خاوره د افغان په وینو د دوی د خپلو رقابتونو لپاره پر مخ وړل کیږي .
نو بیا به څه کیږي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ټول باید پرې فکر وکړو او د حل داسې لار ورته وګورو چې د ۱۹۹۲ پېښې بیا تکرار نه شي.
که د امریکا د ممکنه وتلو وروسته وسله وال جنګیالي په زور کابل ته راشي،د راتګ ممکنې پایلې به یې تر ۱۹۹۲ ډیرې خطرناکې وي؛ لکه:
a.       کورنۍ جګړه به بیا ونښلي او د هغې داخلي او بهرني اړخونه به بیا یو د بل د تباهۍ او ماتې لپاره د سیمه ایزو ځواکونو نه د مرستو غوښتو له لارې د هغوی پراخو لاسوهنو ته زمینه برابره کړي؛
b.       بیرته به سیمه ایزه سیالي پیل او پیاوړې شي او افغانستان به د سیمه ایزو لوبغاړو د بزکشۍ په ډګر بدل شي:
c.        د کار یو څو کادرونه چې روزل شوي، ټول به یا په مرګ او یا په ژوند له هیواده ورک شي؛
d.       دغه کمه بیا رغونه هم چې شوې ده؛ ټوله به له خاورو سره خاورې شي؛
e.        دا ځل به انتقام اخستنې تر پخوا سختې او بیرحمې وي، یو لوری به فکر کوي چې د امریکا او [یهودو او نصاراو ګوډاګیان] وژني، او بل لوری به د خپل ژوند د بقا لپاره تر وروستني حده مقاومت کوي؛
f.        د مملکت سیاسي نظام به وپاشل شي، د ملي اردو، ملي پولیسو او نورو موسسو بنسټونه به داسې ونړول شي، چې تر سلو کالو به یې بیا افغانان د جوړولو وس نه لري؛
g.        هر لوری به د انحصار او یکه تازۍ کوښښ کوي او خپل حریفان به د هیڅ ډول انساني حقوقو مستحق نه ګڼي او په بیرحمۍ به یې له منځه وړي؛
h.       او داسې نور ډیر بد عواقب .
نو حل لاریې څه ده
1.      تر څو چې امریکا په فرعوني زور د پښتنو په کورونو او کلیو بریدونه کوي او په دننه کې یې حکومت د شمال ټلوالې لنډه غرو او د کرزي د فاسدې کورنۍ منګولو ته پریښې وي؛ نظامي مقاومت ته دوام یو چاره نه لرونکی ضرورت دی؛
2.      په دننه کې دې ولس د عدم تشدد په اصولو منفي ملکي مقاومت پیل کړي، د امریکا د شومو پلانونو سره دې د رسنیو او سوله ایزو ملکي لارو مقاومت او مخالفت وکړي او ورته ودې ښایي؛ چې افغانان د دوی د استعماري پلانونو سره جوړ نه دي، (که څه هم داسې ښکاري چې دغسې ملکي مقاومت به زر پراخ نه شي، او په دې اوسني کمزوري شکل کې به روان وي، خو که نظامي مقاومت مات شي، نو د دې ډول ملکي مقاومت ضرورت ډیریږي او د هیواد د خپلواکۍ لپاره د یوازیني بدیل په توګه پاتې کیږي) .
3.      د نظامي او ملکي مقاومت دواړو په منځونو کې یوې کلکې هماهنګۍ ته اړتیا ده او دغسې هماهنګي باید رامنځته شي؛
4.      د جګړې او مقاومت او سولې او روغې جوړې تر منځ باید یو توازن وي، (تنور باید دښمنانو ته دومره ګرم نه شي چې تاو یې موږ پخپله وسیزي)؛
5.      ابرومنده جوړه تر ټولو غوره بدیل دی؛ ګاونډیان او سیمه ایز ځواکونه زموږ سره ښه نیت نه لري، امریکا د روسي اشغال په وړاندې د افغان جهاد په ملاتړ د ولس په زړه کې یو محبوبیت درلود؛ کیدای شي د همدغه احساس پر بنسټ افغانان له امریکا سره د ستراتیژیکې همکارۍ یو داسې تړون وکړي، چې امریکایان په ابرومنده توګه له افغانستانه ووزي؛ او د افغانستان د دولت او نظام ډانچه روغه پاتې شي. اوس لویه پوښتنه داده چې دا کار به څوک کوي؟ طالبان، حزب اسلامي، د دولت په دننه کې مطرح خلک، کرزی، شمالي ټلواله که نور څوک؟ که طالبان د پاکستان تر مطلقې اغیزې لاندې وي، نو دوی به له انحصار او یکه تازۍ نه تیر نه شي او دغسې غوښتنې به نور مقاومت ته مجبور کړي، چې نتیجه یې هماغه کورنۍ جګړه ده چې موږ ټول ترې ویریږو. که حزب اسلامي په رهبرۍ کې راشي، نو یو خو حزب اوس لومړنی مطرح نظامي ځواک نه دی او له بلې خوا دوی هم د داخلي مخالفت سره مخ کیږي؛ کرزی او شمالي ټلواله خو اصلا دغسې مشري نه شي کولای؛ نو وړاندنیز دادی؛ چې د ټولو افغان مطرحو سیاسي ـ نظامي اړخونو تر منځ دې بین الافغاني غونډه جوړه شي؛ چې هر اړخیز باور رامنځته کړي؛ د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا او د امریکا متحده ایالات دې د افغانستان د بې طرفۍ او د بین الافغاني توافق د عملي کولو تضمین وکړي؛ روسیه، پاکستان، هند، ایران، چین او نور ګاونډیان دې هم په دې قانع کړل شي، چې افغانستان به د یوه په ګټه او د بل په ضرر نه استعمالیږي؛ او د سیمې او نړۍ په یوه فعال همکار به بدلیږي.
په دې صورت کې ممکنه ده، چې مسله په داسې ډول حل شي چې د راتلونکو فاجعو مخه ونیول شي.