کور / تازه خبرونه / ولسمشر : د پښتونخوا ايالت پر مرګ ژوبله خواشيني وښوده

ولسمشر : د پښتونخوا ايالت پر مرګ ژوبله خواشيني وښوده

د ولسمشر کرزي د مطبوعاتي دفتر په يوه خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي چي افغان ولسمشر کرزي د پښتونخوا ايالت په ورستيو سېلابونوکي پر اوښتې مرګ ژوبله خواشيني څرګنده کړې . او د هغوى سره يې ځان شريک بللى .
په پښتونخوا ، بلوچستان ، او دپاکستان هيواد په ځينو نورو برخو کي د تيري اوونۍ په سېلابونو کي تر زرو ډېر کسان وژل سوي او خورا ډيري نوري ويجاړۍ يې رامنځ ته کړي دي .