کور / تازه خبرونه / ولسمشر : د کندهار پرونۍ پېښه وغندله

ولسمشر : د کندهار پرونۍ پېښه وغندله

ولسمشر کرزي د کندهار د تيري ورځي ځانوژونکې حمله د اسلام څخه د ناخبرو کسانو کار وبلى . د نوموړى د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي هغه کسان چي ياد بريد يې ترسره کړى د اسلام د سپېڅلي دين د احکامو څخه بې خبره دي . نوموړي په ياده اعلاميه کي د پيښي د قربانيانو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې .
د يادوني وړ ده چي تېره ورځ په کندهار ښار کي شاوخوا ٠٨:٣٠ بجې د ډنډ پر ولسوال احمد الله نازک دوې چاودني وسوې چي له امله يې پنځه تنه ماشومان ووژل سول .