کور / تازه خبرونه / فارياب : په يوه چاودنه کي څلور قومي مشران ووژل سول

فارياب : په يوه چاودنه کي څلور قومي مشران ووژل سول

په فارياب ولايت کي د قيصر په ولسوالۍ کي څلور قومي مشران ووژل سول . نوموړي قومي مشران هغه وخت ووژل سول چي کله يې کرولا ډوله موټر د سړک د غاړي پر يوه ښخ سوي ماين باندي وخوت .
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال افضل ايمانزاده د يادي پيښي د تائيدولو تر څنګ يې پړه پر طالبانو اچوي او وايي چي ياده پېښه د قيصر ولسوالۍ په يوه ليري پرته سيمه کي د سړک د غاړي د يوه ښخ سوي مايل له کبله رامنځ ته سوې .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري کومي ډلي څه نه دي ويلي .