کور / تازه خبرونه / خوست : امنيتي مسئولينو د اسلامي حزب د وياند ادعا رد کړه

خوست : امنيتي مسئولينو د اسلامي حزب د وياند ادعا رد کړه

د خوست ولايت امنيتي مسئولينو د اسلامي حزب د وياند ادعا رد کړه . د ياد ګوند وياند ويلي وه چي د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په اړونده يوه سيمه کي يې د بهرنيو او افغان سرتيرو درې موټرونه او پکښي ناست ټول کسان له منځه وړي . په خوست ولايت کي د ملي اردو د لومړۍ لېوا قوماندان جنرال محمد اسرار رسنيو ته وويل چي په همدې سيمه کي د بهرينو او افغان ځواکونو له لوري په روان شمشېر نومي فوځي عملياتو کي چي د زمري يا اسد د مياشتي تر اتلسمي نېټې پوري به د خوست په اتو ولسواليو کي دوام ولري څلور د حکومت مخالفين يې وژلي .