کور / تازه خبرونه / تخار : پنځه تنه په يوه جومات کي ووژل سول

تخار : پنځه تنه په يوه جومات کي ووژل سول

په تخار ولايت کي په يوه جومات کي پنځه تنه د نامعلومو وسلوالو له لوري په ډزو ووژل سول . نوموړى کسان تېره شپه د ياد ولايت په مرکز کي هغه وخت ووژل سول چي کله وسلوالو پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې او په پايله کي يې ياد کسان ووژل سول او اووه تنه نور ژوبل سول . د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ جنايي آمر ياده پېښه تائيدوي او وايي چي د پيښي سره د تړاو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو پلټني يې پيل کړي .