کور / تازه خبرونه / کندهار : پر هوايي ډګر بريد سوى

کندهار : پر هوايي ډګر بريد سوى

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي نن سهار شاوخوا يوولس نيمي بجې د کندهار پر هوايي ډګر بريد سوى . نوموړى بريد پر هوايي ډګر باندي د دوو توغنديو تر توغولو وروسته پېل سو چي مرګ ژوبله يې نه ده اړولې خو چارواکي بيا وايي چي کله پر هوايي ډګر توغندوى وتوغول سوې سمدستي يې پر شمالي دروازه شپږو نورو کسانو بريد ترسره کړ چي تر لږ مقاومت وروسته ووژل سول او يو بهرنى سرتيرى او دوه عام وګړى ژوبل سوى .
بل لور ته د طالبان وياند قاري يوسف احمدي وايي چي ياد بريد د دوى د اوو ملګرو له لوري ترسره سوى چي يوولس تنه بهرني سرتيري يې وژلي او ياد شمېر يې ژوبل کړي .