کور / تازه خبرونه / بدخشان اته بهرنيان او دوه افغانان وژل سوي دي

بدخشان اته بهرنيان او دوه افغانان وژل سوي دي

د بدخشان ولايتي مقامات وايي د دې ولايت په يوه ليره پرته سيمه کي يې لس مړي موندلي چي اته يې بهرنيان او دوه يې افغانان دي. په اتو بهرنيانو کي پنځه ښځي دي.
چارواکي وايي د دې کسانو د وژني لامل معلوم نه دئ او نه دا معلومه ده چي هغوى دې ولايت ته د څه شي دپاره سفر کړى وو، خو چارواکي وايي ښايي د دوى وژونکي به غله وو، ځکه پاسپورټونه يې هم ځني وړي دي.
په وژل سويو کسانو کي د جانسن او ټام په نوم دوه امريکايان او شپږ د جرمني اتباع په ګوته سوي دي.
د بدخشان امنيتي مقاماتو د آزادۍ راډيو ته ويلي چي دغه کسان ١٥ ورځي دمخه پنجشير، بيا نورستان او وروسته بدخشان ولايت ته تللي وو. چارواکي وايي د لسو مړيو يوولسم کس چي سيف الله نومېږي او د کابل اوسېدونکى دئ له وسله والو وژونکو څخه پر تېښته بريالى سوى دئ.