کور / تازه خبرونه / کونړ : د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ ٩ تنه ساتونکي وژل سوي

کونړ : د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ ٩ تنه ساتونکي وژل سوي

په کونړ ولايت کي د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ نهه تنه ساتونکي وژل سوي . نوموړي ساتونکي هغه وخت ووژل سول چي کله يې موټر د سړک د غاړي پر يوه ښخ سوي ماين وخوت . د کونړ والي سيد فضل الله واحدي ياده پېښه تائيدوي او وايي چي په موټر کي نهه تنه سپاره ول چي کله يې موټر پر ماين وخوت ټوله پکښي ووژل سول نوموړى وايي چي د پيښي سره د تړاو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو پلټني يې پيل کړي .