کور / تازه خبرونه / ايساف : د طالبانو په ماين کي ٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

ايساف : د طالبانو په ماين کي ٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ايساف ځواکونه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د طالبانو له لوري د سړک د غاړي د يوه ځاى پر ځاى سوي ماين د چاودېدو له امله دوه تنه ملکي وګړي ووژل سول او پنځه نور ژوبل سول . په نوموړې خبرپاڼه کي راغلي چي ياد کسان تېره ورځ په هلمند ولايت کي د حيدراباد په سيمه کي وژل سوي .
وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي خو ادعا کوي چي په ګريشک او مارجه ولسواليو کي يې يوولس بهرني سرتيري وژلي .