کور / تازه خبرونه / پکتيکا : د ١٠ تنو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

پکتيکا : د ١٠ تنو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکو د ياد ولايت په دوو ولسواليو جانخېل او خوشامند کي د لسو تنو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ . د ياد ولايت د والي وياند مخلص افغان وايي چي ايساف او افغان ځواکونو د دقيقو راپورونو پر بنسټ يو په خوشامند ولسوالۍ کي يو لړ عمليات ترسره کړي چي په ترڅ کي يې څلور طالبان وژلي . نوموړي همدا ډول وويل چي په جانخېلو ولسوالۍ کي وسلوالو طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چي د پوليسو په ځوابي بريد کي شپږ تنه طالبان وژل سوي . د نوموړي په وينا چي په دې پيښو کي افغان او بهرنيو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي .