کور / تازه خبرونه / د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ يو لوړ پوړي چارواکي استعفاء وکړه

د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ يو لوړ پوړي چارواکي استعفاء وکړه

د شخصي امنيتي کمپنيو د بندېدو په اړه د افغان ولسمشر حامد کرزي د غوښتني وروسته د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ يوه لوړ پوړي امنيتي چارواکي د خپلي دندي څخه استعفاء وکړه . د وطن د امنيتي کمپنۍ د اکمالاتي برخي حاجي روح الله تېره ورځ په کابل کي خبريالانو ته په يوه خبري کنفرانس کي وويل چي د ولسمشر حامدکرزي د غوښتني په هرکلي يې د خپلي دندي څخه استعفاء ورکړې . نوموړى په ياده کمپنۍ کي د ٢٢٠ تنو مشرۍ په غاړه لرله په خبري کنفرانس کي وويل چي شخصي امنيتي کمپنۍ د قانون خلاف فعاليتونه کوي خو د خپلي کمپنۍ په اړه يې وويل چي د دوى کمپنۍ د قانون سره سم فعاليت کوي . ولسمشر کرزي د تيري شنبې په ورځ د نړيوالي ټولني څخه وغوښتنه چي شخصي امنيتي کمپنۍ دي په افغانستان کي بندي کړي .