کور / تازه خبرونه / روزګان : دوې چاودني سوي

روزګان : دوې چاودني سوي

د روزګان د امنيې قوماندان مرستيال ګلاب خان وايي چي د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کي د پوليسو پر رينجر موټرونو په دوو بېلابيلو سيمو کي د ماين چاودني سوي دي . نوموړى وايي چي لومړۍ چاودنه د خيرو کارېز او دويمه چاودنه د جولنګر په سيمو کي رامنځ ته سوي . نوموړى همدا ډول وايي چي په دې دواړو چاودنو کي پوليسو ته کوم زيان نه دئ اوښتى، خو د پيښي په اړه يې پلټني پيل کړي دي . نوموړي چاودني په داسي وخت کي رامنځ ته کيږي چي روزګان ولايت د سهيل په کچه يو د ارامه ولايتونو څخه شمېرل کيږي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .