کور / تازه خبرونه / د ارغنداو د پېښي له قربانيانو سره مرسته وسوه

د ارغنداو د پېښي له قربانيانو سره مرسته وسوه

د کندهار چارواکي وايي د ولسمشر حامد کرزي د يوه حکم پر اساس يې د هغي پېښي د قربانيانو له وارثانو سره مرسته کړې، چي د روان کال د جوزا پر پر ١٩ -مه نېټه يې په يوه واده کي د ځانمرګي بريد له امله د کورنيو غړي ووژل سول.
په خبر پاڼه کي راغلي چي د کندهار والي توريالي ويسا او له کابل څخه راغلي هيئت د دولت له بوديجې څخه د هر مړي پر سر يو لک افغانۍ او د ټپيانو پر سر پنځو زره افغانۍ د وارثانو کورنيو ته ورکړې.