کور / تازه خبرونه / هلمند : په يوه چاودنه کي ٥ تنه او په يوه راکټي بريد کي ١ تن وژل سوى

هلمند : په يوه چاودنه کي ٥ تنه او په يوه راکټي بريد کي ١ تن وژل سوى

په هلمند ولايت کي په يوه چاودنه کي پنځه تنه وژل سوي . د هلمند ولايت يوه امنيتي چارواکي چي نه يې غوښتل چي نوم يې ياد سي وويل چي تېره ورځ په خانشين ولسوالۍ کي د پوليسو پر يوه رېنجر موټر د ماين چاودنه سوې چي پکښي سپاره پنځه تنه پوليس وژل سوي او رېنجر موټر يې په بشپړه ډول له منځه تللى . نوموړى وايي چي پر نوموړي رېنجر موټر هغه وخت چاودنه وسوه چي دخپلي پوستې پر لور روان ؤ .
همدا ډول نوموړى وايي چي تېره ورځ د دې ولايت په سنګين ولسوالۍ کي د وسلوالو له لوري په يوه توغنديز بريد کي يو تن ووژل سوى دئ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري کومي ډلي څه نه دي ويلي .