کور / شعر / ګنا

ګنا


څونده ګناه مي كړې
هر ماځيګر چي ګراني
ددغه نوي مېني
د ښكلي پارك په خواكي
ستا انتظار كومه
او د ماځيګر لمومځ
پر ما والله قضا سي
يې خدايه نن نوره بخښنه غواړم
ما وبخښه ما وبخښه ماوبخښۀ
نور له ديدنه وروسته
هر ماځيګر څلور رقعته لمونځ كومه
څونده ګناه مي كړې
هر ماځيګر چي ګراني
ددغه نوي مېني
د ښكلي پارك په خواكي
ستا انتظار كومه

_________

بيرته راګرځم مخكنۍ موضوع ته
ګراني له كوره چي راوځې
لږ ساده راوځه
او دغه سپيني  جامې نور مه اچوه
خداى مه كړه چي دې ښار دغه لوى ښار كي
د چا د سترګو راڅه ښكار نسې
څونده ګناه مي كړې
هر ماځيګر چي ګراني
ددغه نوي مېني
د ښكلي پارك په خواكي
ستا انتظار كومه

— ——

نور مي د ژوند د ساه
او د مرګي نه ليري
ستا په يادو كي شاعري كومه
اوس هم بلا شعرونه
 زما پر لاسو ليكلي
زما پر ورغوي باندي
زما د لاس په زړه  كي
 نخښه د ميني ،عاطفې ليكلې

——–
هيله
نن درنه دغه يوه هيله كوم
چي ستا د ژوند ثمر
يوګړى پريږده درته
تر څو دا نن شپه
ستا پر مړوند باندي خپل سر كښيږدي
او د مودو ستړيا يې
همدلته ووځي
او د تل لپاره سترګي پټي كړې
او د آبد لپاره
ددې وحشي نړيه
د مرګ په خوب بيده سي
څونده ګناه مي كړې
هر ماځيګر چي ګراني
ددغه نوي مېني
د ښكلي پارك په خواكي
ستا انتظار كومه
ستا انتظار كومه

  يادونه . درانو ملګرو ته دي ياده وي چي ما مخكي د نقيب احمد قريشي په نامه شعرونه ويل خو اوس د دوستانو په مشوره نقيب ثمر يم

په مينه ثمر