کور / تازه خبرونه / فراه : يوه چاودنه وسوه او د بلي مخه ونيول سوه

فراه : يوه چاودنه وسوه او د بلي مخه ونيول سوه

په فراه ولايت کي نن سهار يوه چاودنه وسوه خو د بلي هغې مخه ونيول سوه . سيميز امنيتي چارواکي يادي خبري تائيدوي او وايي چي چاودنه د يوه مخکي ځاى پر ځاى سوي ماين له کبله رامنځ ته سوې چي هيڅ ډول زيان يې نه دئ اړولى . د دې ولايت امنيه قوماندان سمونوال محمد فقير عسکر وايي چي طالبانو ياد ماين امنيتي ځواکونو ته ځاى پر ځاى کړى ؤ چي مخکي د هغوى تر رارسېدو وچاودېد او هيڅ ډول تلفات نه لري . نوموړي همدا ډول په ياده سيمه کي د يوه ماين د له منځه وړلو خبر هم ورکړ .
ديادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري کومي ډلي څه نه دي ويلي .