کور / راپور / افغان حکومت : ولسوالان د ازادي سيالۍ له لاري ټاکي

افغان حکومت : ولسوالان د ازادي سيالۍ له لاري ټاکي

افغان حکومت د لومړي ځل دپاره د ټولو ولسواليو دپاره د ولسوالان ټاکل د ازادي سيالۍ له لاري د ټاکل کېدو لومړى پړاو ترسره کړ . ټاکل سوې ده چي دغه کار به د دوو کلونو څخه تر درو کلونو پوري وخت ونيسي . د دې کار څخه د حکومت موخه په ولسواليو کي د مسلکي او کارپوهو کسانو ټاکل کېدل دي . دا لومړى ځل دئ چي د افغانستان د دولسو ولايتونو څخه د دوه دېرشو ولسواليو دپاره د شاوخوا اتيا کسانو څخه ازموينه واخستل سوه . حکومت غواړي په دې اقدام سره خلک پر خپل ځان باوري کړي او په سيميزه کچه حکومتي پرمختيايي چاري منظمي کړي .
د افغانستان د سيميزو ارګانونو د ادارې مشر جيلاني پوپل د ولسوالانو د ټاکلو د لومړي پړاو د پيل پر مهال وويل چي د ولسواليو دپاره اغېزمن کسان ټاکل کيږي . نوموړي وويل چي نوې تګ لاره داسي ده چي د يوې ولسوالۍ دپاره د ټول افغانستان څخه وړ کسان کولاى سي چي ځانونه ونوموړې ولسوالې ته ونوموي او خپله وړانديز پاڼه سره د اسنادو د اداري اصلاحاتو کمېسيون ته وړاندي کړي . د ياد کمېسيون مشر وايي چي د سيميزو چارو د پرمختيا دپاره لوړ تحصيل لرونکو کسانو ته ډېره پاملرنه کيږي .