کور / تازه خبرونه / پکتيا : څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

پکتيا : څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پکتيا ولايت په احمد خيلو ولسوالۍ کي د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ يو تن ساتونکى وژل سوى او درې تنه پوليس ژوبل سوي دي . د دې ولايت د والي وياند روح الله سمون د يادي پيښي پخلى کوي او وايي چي ياد کسان هغه وخت ژوبل سول چي کله يې موټر د طالبان په يوه کمين کي وخوت خو مرګ ژوبله نه مني . د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چي په ياد بريد کي يې پنځه تنه پوليس وژلي او دوه تنه نور يې ژوبل کړي دي . نوموړى همدا ډول وايي چي په دې بريد کي يې د پوليسو دوه رېنجر موټرونه هم له منځه وړي دي . نوموړى همدا ډول د خپلو دوو ملګرو د ژوبل کېدو خبره هم کوي .