کور / تازه خبرونه / په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو كي به تصفيوي علميات پيل سي

په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو كي به تصفيوي علميات پيل سي

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه و لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو کي به تصفيوي عمليات پيل سي په خبر پاڼه کي راغلي چي نن تر غرمې مخكي په هغه غونډه کي چي د همدې علمياتو په موخه د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندانۍ د غونډو په تالار كي جوړ سوى و پكښي دكندهار والي او نظامي شوراء رئېس پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا، د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان جنرال شېرمحمد ځاځي او د ٤٠٤ ميوند زون قومندان جنرال شفيق فضلي ګډون كړى وو.

دكندهار والي د همكارى د پلان غځول د پنجوايي او ژړۍ ولسواليو ته وستايل او وويل (( افغان ملي پوليس، ملي اردو او نړيوال ځواكونه به دكندهار ولايت په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو كي يو لړ تصفيوي علميات ترسره كړي ترڅو ولسي خلګ وكړاى سي په خپله سيمه كي په ښه ډول سره ژوند وكړي او هلته د ښې حكومتدارى او پرمختيايي پروژو آسانتياوي برابري سي))

د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان شېرمحمد ځاځي په پنحوايي او ژړۍ ولسواليو كي د تصفيوي عملياتو په اړه وويل (( د پنحوايي او ژړۍ ولسواليو عمليات تصفيوي بڼه لري نه نظامي، ځكه موږ د همدې تصفيوي عملياتو څخه په ارغنداو ولسوالى كي ښې لاسته راوړني لرو چي د ارغنداؤ ولسوالى د كوهك ، تابين او چهار باغ سيمي مو او کلي مو ټول د دولت د مخالفينو څخه پاكي كړې او دا هيله لرم چي دپنحوايي او ژړې ولسواليو تصفيوي عملياب به په ډېر باليتوب سره سرته ورسيږي او مخالفين به د سيمي څخه وشړل سي.))

د ٤٠ نمبر ميوند زون قومندان محمد شفيق فضلي اوس مهال د كندهار ښار او شاوخوا سيمو امنيت ښه وبلى او وې ويل(( په كندهار كي د پخوا په پرتله امنيت ښه سوى پوليس همېشه هڅه كوي چي دمخالفينو شوم اهداف شنډ كړي چي ښه مثال يې د تيري ورځي ١٧٠٠٠ كېلو ګرامه چاوديدونكو توكو نيول ول او همدارنګه په ښار كي د هغو وسايطو درول ول چي قانوني اسناد يې نه درلودل، پوليس همېشه هڅه كوي چي د خپلو هيواد والو دپاره په هر برخه كي سالم خدمت وكړي.))

د كندهار ولايت په پنحوايي او ژړۍ ولسواليو كي به تصفيوي عمليات د دولت ضد مخالفينو ټولي هغه ډلې چي هلته ځاى پرځاى دي د ناكامۍ سره مخ او د سيمي څخه وشړي ترڅو ولسي خلګ پرته له كومي ويري په سيمه كي خپل عادي ژوند ته دوام وركړي.