کور / تازه خبرونه / کندهار : د يوه طالب د نيول کېدو ادعا وسوه

کندهار : د يوه طالب د نيول کېدو ادعا وسوه

د کندهار امنيتي مقامات وايي تېره شپه يې په ارغنداو ولسوالي کي يو طالب جنګيالى له مخابرې او مبايل سره نيولى دئ . د ولايت له مقام څخه په خپره سوې خبر پاڼه کي د نيول سوي کس نوم رفېع الله ښودلى سوئ او وايي د چارقلبې په سيمه کي د پوليسو لاس ته ورغلى چي اوس تر پوښتو لاندي دئ .

همدا ډول په خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ د ډنډ ولسوالۍ د رواڼي په سيمه كي د يوه باغ مالك شېرخان د خپل مزدور له لوري د ناڅرګند لامل له مخي وژل سوى.