کور / تازه خبرونه / ناټو : د امريکايانو په نيولو تورن طالب قوماندان ووژل سو

ناټو : د امريکايانو په نيولو تورن طالب قوماندان ووژل سو

د ناټو ځواکونو د يوې خبر پاڼي په خپرولو ويلي په لوګر ولايت کي يې د طالبانو هغه قوماندان وژلى چي د دوو امريکايي سرتيرو په نيولو او وژلو تورن ؤ .
تېره مياشت دوه امريکايي سرتيري په لوګر ولايت کي د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول سول، چي څو ورځي وروسته يې مړي يو په بل پسي پيدا سول او مسئوليت يې وسله والو طالبانو منلى ؤ .