کور / تازه خبرونه / کندهار: ځانمرګي حملې د ولسوالۍ امنيه قومندان وژلئ

کندهار: ځانمرګي حملې د ولسوالۍ امنيه قومندان وژلئ

د کندهار امنيتي مامورين وايي پرون ماځيګر د دې ولايت په دامان ولسوالي کي پر امنيه قومندان ځانمرګى بريد سوئ چي له امله يې نومړى له څلورو عسکرو سره وژل سوئ دئ.
د اسوشېټيډ پريس آژانس د کندهار د والي د وياند زلمي ايوبي په حواله وايي پر قومندان غلام رسول باندي دغه حمله د ترنک پله ته څرمه رامنځته سوې چي پر څو پوليسو سربېره يې درې ملکي کسان هم ټپيان کړي دي.