کور / خبرتیا او پيغامونه / د فاتحې اعلان

د فاتحې اعلان

دلوې خدای په نامه.
انجنیرمنیراحمد بهسودوال، ډاکټرخلیل احمد بهسودوال ،جلیل احمد بهسودوال، ډاکټر زبیراحمد بهسودوال،انجنیر جمیل احمد بهسودوال ،اوډاکټر فضل احمد بهسودوال زامن .
شاعراولیکوال شکرالله طاهري،  دننګرهار دسرحدې لوا دکشف پخوانی آمر ډګرمن عبدالغفور طورګل ، الحاج اجمل احمد سخي جاوید نوري او احمد شکیب حیدریار زومان .
نقیب احمد بهسودوال، لطف الرحمن بهسودوال ، سلیم بهسودوال ،یوسف بهسودوال ،‌ذوهیب بهسودوال سمیر بهسودوال، ادریس بهسودوال،جهیر بهسودوال، میوند بهسودوال، نعمت بهسودوال،پرویز طورګل ، اوسمیع الله طاهري نمسیان.
آقامحمد نوري دکابل په ولایت کې پخوانی څارنوال او حاتم بیګ قیص ، په پیښورکې پخوانی وکیل تجار اوخي  .
ویس قیص،   وحید قیص،  حارث قیص، سمیع الله هیوادپال،  مذمل هیوادپال،  مصطفی هیوادپال،  مدثر هیواد پال، دخواښې زامن.
دملې شورا دپخوانی غړی دننګرهارد ولایت د مقام پخوانی معاون او دپښتو دژبې ټکړه شاعر خدای بخلی امیرمحمد بهسودوال دوفات له کبله چې جناره یې مخکې دننګرهار په بهسودوکې خاورو ته سپارل شوی ، دوستانو ته خبر ورکوي چې دخدای بخلی فاتحه د یکشنبې په ورځ داګست په ۲۲ دغرمې د۴بجو څخه تر ۶ پورې دګمکول په جامع جومات (برمنګهم ښار  انګلینډ)کې اخیستل کیږي . اِنا لِلهِ واِنا اِلیهِ راجعون.






د خواخوږی د ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام



نيټه: ۲۹/۵/١٣٨٩ – ۲۰/۸/٢٠١٠
کابل – افغانستان


په خورا خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ چي د هېواد سياسي، ټولنيز او فرهنګي شخصيت، د پخواني ولسي جرګي غړي او د پښتو ژبي تکړه شاعر وکيل امير محمد خان بهسودوال په حق ورسيد.


انا لله و انا اليه راجعون


ارواښاد وکيل امير محمد بهسودوال د سياسي او ټولنيز شخصيت په صفت د ولس خيرښيګني په چارو، هېواد کې د سولي په ټنګښت او پخلايني بهير کې فعاله ونډه درلوده، د پښتو ژبي تکړه شاعر وو چي ملت ېي د ملي يووالي او ولسواکي لپاره تل هڅاوه.


د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه او ټول غړي د ارواښاد بهسودوال صاحب مړينه يوه لويه ملي او فرهنګي ضايعه بولي، د لوي خداي (ج) د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس، کورني، دوستان او خواخوږو ته ېي جميل صبر غواړي.


روح دي ښاد وي


په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر