کور / تازه خبرونه / درې بهرني پوځیان او ۱۲ امنیتی پرسونل ووژل سول

درې بهرني پوځیان او ۱۲ امنیتی پرسونل ووژل سول

فرانس پریس آژانس لیکی چی نن دوه بهرني پوځیان په جنوب کی بمی چاودنی ووژل ( چی ښایی برتانویان به وی ) او یو امریکایی پوځی په جنوب کی له منځه ولاړ . خبر وایی چی د روان کال په اتو میاشتو کی ۴۴۱ بهرني پوځیان وژل سوي دي .
خبر زیاتوی چی طالبانو پرون د هلمند په سنګین کی پر دیرشو امنیتی پوستو شدیدی حملې وکړې چی له امله یې ۱۲ امنیتی پرسونل ووژل ، خو طالبان د ۵۰ کسانو د وژلو ادعا کوی . یو عینی شاهد ورته وویل چی دیرش نور مړي تر اوسه روغتون ته نه دي راوړل سوی .
خو ناظرین اندیښمن دي چی د جنرال پترس دا خطرناک پلان اوس عملأ پیل سوی دی چی په کلیو او ولسوالیو کی خصوصی امنیتی ډلی جوړوی تر څو طالبان د هغوی سره په جنګ کی مصروف او خپل تلفات کم کړی .